پر اوکراين د روسیې يرغل؛ عمران خان د مسکو سفر پای ته رسولی
۱۴۰۰ اسفند ۵, پنجشنبهپاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه ډېر جزيات نه دي په ډاګه کړي. مسکو ته د عمران خان دا سفر څه باندې يوه مياشت مخکې پلان شوی وو او تمه کیدله چې په ترڅ کې به یې په پاکستان کې د انرژۍ پر اړتيا تمرکز وشي.
دا په دې تېرو شلو کلونو کې روسیې ته د پاکستان د يوه صدراعظم لومړی سفر وو. په پام کې وه چې د چهار شنبې په ورځ روسیې ته تر رسېدو وروسته به عمران خان له جمهور رئيس ولاديمير پوتين سره وګوري، خو د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.
د پاکستان لومړی وزیر له پوتین سره ملاقات کوي
پر اوکراين د روسیې د يرغل د ويرې ډېريدو پرته هم مسکو ته د خان د سفر کولو پريکړې ځيني شنونکي حيران کړي ول.
په دې وروستيو کلونو کې پاکستان له روسیې سره خپلې اړيکي ژورې کړي دي، له هغه هيواد سره چې د پاکستان له اوږده مهاله دښمن هند سره دودیزې اړيکي پالي.
روسیې او پاکستان په دې وروستیو کې ګډ پوځي تمرينونه هم ترسره کړي دي او همدا راز په افغانستان کې د سولې له پاره د هلو ځلو له کبله هم دواړه هيوادونه سره نزدې شوي دي.
ب. ص/ ن . ز (APE )