اسرائیل په فلسطيني سیمو کې ښارګوټو جوړولو ته دوام ورکوي
۱۴۰۰ تیر ۳, پنجشنبهد اسرائیل نوي دولت د اردن ردو په لویدیځه څنډه کې د اسرائیلي ښارګوټو جوړونه تصویب کړې ده.
د اسرائیلي رسنیو د رپوټونو په حواله د اتباعو د چارو اداره چې د اسرئیل د دفاع وزارت تر نظر لاندې فعالیت کوي په فلسطیني سیمو کې د کور جوړونې ۳۱ پروژو ته جواز ورکړی دی.
د نړیوالې ټولنې یوه لویه برخه د اردن رود په لوېدیځه څنډه کې د اسرائیل له خوا د ښارګوټو جوړونه د نړیوالو حقونو نقضول بولي.
اسرائيل: د نتنياهو د واک پای؛ نيفتالي بينيټ نوی صدارعظم شو
اسرائیل دغه سیمه د ۱۹۶۷م کال په شپږ ورځنۍ جګړه کې اشغال کړې وه او له هغه وخت راهیسې یې په دغه سیمه کې د لسګونو ښارګوټو جوړول پيل کړي دي.
په دې سمیه کې نږدې ۳ میلیونه فلسطينیان او تر ۴۰۰ زره ډېر اسرائیلیان ژوند کوي چې د ښارګوټو د جوړونې په دوام سره یې د نفوسو شمیر مخ پر ډیریدو دی.
د لومړي وزیر نفتالي بنټ، په مشرۍ د اسرائیل نوي دولت د اتو مختلفو ګوندونو له ائتلاف څخه جوړ شوی دی او د روانې میلادي میاشتې له اواسطو څخه یې خپل کار پیل کړی دی.
دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز