پاريس د اعتصابونو له کبله په کثافاتو کې ډوب دی
په فرانسه کې ځينو اتحاديو د تقاعد په برخه کې د اصلاحاتو پر ضد په اعتصاب لاس پورې کړی چې د تنظيفاتو اداره هم پکې شامله ده. اوس د پاریس سړکونه وار په وار په خځلو ډکيږي او بد بوی دی. اعتصاب ښايي تر دوشنبې وغځيږي.
په فرانسه کې اعتصاب
په فرانسه کې له اوونيو راهيسې په سونو زره کسان سړکونو ته راوځي څو د حکومت له خوا د تقاعد د پلان شويو اصلاحاتو پر ضد احتجاج وکړي. د چهارشنبې په ورځ هم خلکو په احتجاجي مارش کې ګډون وکړ، لکه دلته په پاريس کې [په انځور کې] پوليس په ټول هيواد کې څه نا څه ۷۵۰ زرو مظاهره کوونکي د راوتلو اټکل کړی چې دا د مخکې ځل په پرتله يو څه لږ دي.
بې ساري ډېر کثافات
انتقاد کوونکي وايي چې د ۶۲ کلنۍ څخه ۶۴ کلنۍ ته د تقاعد سن لوړول به په ځانګړي توګه د هغو کسانو له پاره ډېر سخت وي چې په فزيکي کارونو بوخت دي. د عامه خدماتو کاروونکو هم په اعتصاب لاس پورې کړی دی چې له کبله یې په ډېرو ښارونو کې تر يوې اوونۍ ډېرې مودې راهېسې کثافات نه دي انتقال شوي. يوازې د پاريس ښار په کوڅو کې په زرونو ټنه کثافات پراته دي.
په سياحتي ځایونو کې موږکان
هرې خوا ته موږکان ليدل کيږي. يوې ښځې د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «کرکه مې کیږي. خلک ډېر په مشکل خپل کور ته د داخليدو لاره پيدا کوي.» يوې آلمانۍ سيلانې وويل چې غوښتل یې د خپل ملګري سره د مينې يو سفر ولري خو چټليو د ښار ښايست پيکه کړی دی. له امريکا څخه راغلی مارک بيا شکايت کوي: «د حفظ الصحې شرايط نه دي برابر او دا د سیاحت له پاره ښه خبره نه ده.»
د خلکو د خوښې ضد اصلاحات؟
د فرانسې کابو ۷۰ سلنه خلک د دې اصلاحاتو پر ضد دي. د پاريس ښاواله چې د سوسيالستي ګوند څخه ده، هم د اعتصاب او مظاهرو پلوۍ ده. نوموړې د دوشنبې په ورځ وويل: «که چېرې دا هغه خلک اغیزمنوي چې په دولتي سيکتور کې کار کوي او همدا راز هغه هم چې په خصوصي شرکتونو کې په کار بوخت وي، نو زه پر حکومت غږ کوم: له دوی سره خبرې وکړئ!
اعتصاب به څومره دوام وکړي؟
تر اوسه لا معلومه نه ده چې د ايوري سر سين په سيمه کې د خځلو د سوځولو په دې فابريکې کې ولاړې لارۍ به کله حرکت وکړي. د سوداګريزو اتحاديو د عمومي کنفدراسيون «سي جي ټي» د مشرې ناتاشا پومې په نظر د اعتصاب مسئوليت د حکومت پر غاړه دی. هغه وايي: «موږ دا ستونزه لرو چې داسې يو حکومت راباندې حاکم دی چې هرو مرو غواړي هغه اصلاحات عملي کړي چې د خلکو اکثريت ورسره موافق نه دی.»
د پلان بدليدو ته هيله مندي
د عامه خدماتو کارونکي په نظر کې لري چې لږ تر لږه تر راتلونکې دوشنبې ورځې پورې اعتصاب ته دوام ورکړي. په دې منځ کې يوې منځګړې کميټې په پارلمان کې غونډه کړې ده. حکومت تمه لري چې پارلمان به بالاخره د پنجشنبې په ورځ دا اصلاحات تصويب کړي. سنا مجلس لا دمخه هغه تصویب کړي. خو اعتصاب کوونکي په تمه دي چې دوی به وتوانيږي په وروستيو دقيقو کې د دغه اصلاحاتو مخه ونيسي.