انځوریز رپوټ: د سیمې په هیواددونو کې د ایران اتحادي ملیشه
ایران د ملیشه ډلو په رامنځته کولو سره کوښښ کوي په سیمه کې خپل سیاسي نفوذ تثبیت او پراخ کړي. هغه څه چې د اسلامي انقلاب له مفکورې پاتې دي، د نظامي ګټو د ساتنې په موخه د سیمې په هیوادونو کې فعاله مداخله ده.
د ایران تر قوماندې لاندې بهرني جنګیالي
ایران د سوریې په جګړه کې له بهرنیو جنګیالیو کار اخلي. د لشکر فاطمیون په نامه افغان داوطلبه شعیه ګان د بشارالاسد رژیم د پایښت له پاره سوریې ته استول شوي دي. ایران له دغو ځواکونو د حرم د مدافعینو په توګه یادونه کوي. د فاطمیون لشکر د شمیر په هکله متفاوت ارقام (له ۱۲ تر ۴۰ زرو پورې) یاد شوي دي. خو د دغه لښکر د یوه مشر په خبره په ۲۰۱۸ کال کې د دوی شاوخوا ۲۰۰۰ کسان وژل شوي او ۸۰۰۰ ټپیان شوي دي.
هغه جنګیالي چې پرې باور نشته
د فاطمیون لښکر یو شمیر جنګیالي چې د مختلفو دلایلو له کبله بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي د افغان چارواکو په خبره کیدای شي په دغه هیواد کې د بې ثباتۍ سبب شي. د مختلفو رپوټونو په حواله افغانان زیات د فقر او بیکارۍ له امله د فاطمیون له لښکر سره یوځای شوي دي، خو د دوی زرګونه کسان بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د زینبیون په نامه پاکستاني شعیه جنګیالي
په سوريه کې د بهرنیو جنګیالیو په ډله کې د زینبیون په نوم پاکستاني اتباع هم حضور لري. که څه هم دغې ډلې په پیل کې خپله اصلي دنده د «حرم زینب» څخه چې د شعیاګانو د اول امام لور وه دفاع ګڼله، خو د سوریې په ډیرو جبهو کې د اسد د مخالفینو پر ضد د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي.
زینبیون، په پاکستان کې افغان مهاجر
په سپاه پاسداران پورې اړوندو انټرنټ پاڼو په خبره، د زینبیون لښکر لویه برخه هغه افغان مهاجر دي چې په پاکستان کې ژوند کوي. دغه افغانان هغه هزاره شعیه ګان دي چې په پاکستان کې په ډیرو بدو شرایطو کې ژوند کوي.
په یمن کې حوثي یاغیان
یمن یو د سیمې له هیوادونو څخه دی چې کورنۍ جګړې پکې سیمه ایز ابعاد خپل کړي او رقیب هیوادونه یعني ایران او سعودي عربستان پکې په فعال ډول ګډون لري. ایران ځان د حوثیانو پلوي بولي چې د «انصار الله» په نوم پيژندل کیږي.
پر سعودي عربستان د حوثیانو توغندیز بریدونه
د ملګرو ملتونو عمومي مونشي انتونیو ګوترش، د ۲۰۲۰م کال په جون میاشت کې امنیت شورا ته وویل هغه کروز توغندي چې په سعودي عربستان کې د نفتو په آرامکو شرکت او د ابها په هوایي ډګر او مخکې تر دې لږ تر لږه په دوو نورو بریدونو کې کارول شوي دي ایراني منشاء یې لرله.
له ایراني چارواکو سره د حوثیانو رسمي تماسونه
هغه تحولات چې په ۲۰۱۰م کال کې «عربي پسرلی» ونومول شول د یمن په ګډون د ډیرو عربي هیوادونو په ځواکونو کې د سیاسي تغیراتو د رامنځته کیدو سبب شول. د صنعا تر نیولو وروسته ډير حوثي چارواکو ایران ته سفرونه وکړل. ډیر شمیر حوثي مشران د ایران له شعیه روحانیونو سره نږدې اړیکې لري. د ملګرو ملتونو کارپوهان وایي چې ایران حوثیانو ته وسلې او پيسې استوي او د ایران نظامي کارپوهان په یمن کې حضور لري.
په یمن کې د قبیلوي ریښې درلودونکی جګړه او که نیابتي جنګ
یمن چې د سړۍ جګړې پر وخت پر شمالي او جنوبي یمن برخو ویشل شوی وو، وروسته له یووالي څخه ونه توانید خپل قومي ستونزې حل کړي. په اوس وخت کې هم مختلفې ډلې د مختلفو اهدافو او ګټو په خاطر د یوه بل پر وړاندې جنګیږي. یمن د ایران او سعودي عربستان د نیابتي جګړې په ډګر بدل شوی دی. د ملګرو ملتونو په حواله تر اوسه پورې د دغو جګړو له امله ۲۰۰ زرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په عراق کې ملیشه ډلې
د صدام حسین رژیم تر نسکوریدو وروسته په دغه هیواد کې د ایران مداخلې ته زمينه مساعده شوه. یو شمیر هغه شعیه ډلې چې د ایران او عراق جګړې پر مهال ایران ته ورغلي وې خپل جوړښت یې وساته او په عراق کې په سیاسي او فعالو ملیشه ډلو بدل شول.
له ایران سره نږدې همکاري
یو شمیر شعیه عراقي ډلې نه پټوي چې له ایران سره نږدې اړيکې لري او خپل سیاستونه د ایران په نظر تنظیموي. ایران له دغو ډلو څخه پر عراقي سیاستوالو د فشار د الې په توګه استفاده کوي. بل لور ته ایران له امریکا سره د خپلې شخړې په برخه کې هم له دغو ډلو ګټه اخلي.
شعیه ملیشه د او داعش پر وړاندې جګړه
په سوریې او عراق کې د داعش پر وړاندې بریا وښودله چې د دغو هیوادونو مرکزي حکومتونه نه شي کولی د دغو افراطي ډلو پر وړاندې خلک را ټول کړي. د عراق حکومت چې اکثره یې شعیه مذهبه سیاستوال دي په دغه هیواد کې یې د سنیانو نارضایتۍ ته لاره هواره کړه او د عراق شمالي او ختیځې برخې په اسانۍ سره د داعش لاسونو ته ولویدلې. په ۲۰۱۶ کال کې شعیه ګانو د داعش پر وړاندې جګړه کې فعاله نقش درلود.
د سپاه قدس او حشدالشعبي نزدیوالی
د سپاه پاسداران پخوانی قوماندان قاسم سلیماني او د حشد الشعبي یو مشر ابومهدي مهندس د هغو کسانو له جملې څخه وو چې د ۲۰۲۰م کال په جنورۍ میاشت کې په عراق کې د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې ووژل شول. امریکایانو څو واره خبرداری ورکړی وو چې قاسم سلیماني په مستقیم او غیر مستقیم ډول په عراق کې د امریکایي ځواکونو په وژنه کې لاس لري.
په عراق کې د سپاه تر قوماندې لاندې ملیشه
شعیه ملیشه ډلې په عراق کې په متفاوتو انګیزو تشکيل شوي دي. دغه ډلې د «عصائب اهل حق» نیولې بیا د سپاه بدر پورې د مصلحتونو په پام کې نیولو سره په مختلفو چارو کې مداخله کوي. امریکا د ایران تر کنترول لاندې شعیه ډلو ته د «ځانګړو ډلو» نوم ورکړی دی. ټولې دغه ډلې په مختلفو درجو د ایرن د ګټو له پاره کار کوي.
په حلب کې د ایران د وسله والو ځواکونو قوماندان محمد حسین باقري
ایراني چارواکي ادعا کوي چې د دغه هیواد نظامي ځواکونه په سوریي کې یوازې د نظامي مشاورینو په توګه فعالیت کوي او په جنګي عملیاتو کې مستقیم رول نه لري. خو تر اوسه پورې د سپاه پاسداران په لسګونو قوماندانان د سوریې په جګړه کې وژل شوي دي. اسرائیل هم تر اوسه پورې په لسګونو واره په سوریې کې د ایراني ځواکونو او متحدینو سنګرونه په نخښه کړي دي.
د سپاه پاسداران ستراتیژیک متحد حزب الله
ایران له بهرنیو جنګیالیو سره د همکارۍ او اعتماد په برخه کې په مختلف ډول عمل کوي. په لبنان کې د حزب الله رامنځته کیدل په پیل کې د ایراني ځواکونو له خوا وو. ایران د لبنان په سویل کې د دې ډلې له طریقه له اسرائیل سره په نیابتي شکله جګړه پر مخ وړي.
حزب الله او د ایران ستراتیژیک عمق
ایران چارواکو په وار وار اعلان کړی دی چې په لویدیځ کې د دغه هیواد ستراتیژیک عمق د مدیترانې تر بحیرې پورې دی. له یوې خوا د «اسرائیل د نابودۍ» سیاست او له بلې خوا له ایډیالوژیکي پلوه د ایران لوړوالی، په لبنان کې د ایران د حضور توجیه کولو له پاره د دلیل په توګه وړاندې کیږي.
په سوريه کې حزب الله
د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو فلسطينې ډلو برخلاف چې په غزې او د اردن سیند لویدیځه غاړه کې فعاله دي، حزب الله نه یوازې په لبنان کې د ایران له غوښتنو سره په مطابقت کې د سیاستونو استازیتوب کوي، بلکې په سیمه کې د ایران یو له نظامي بازوګانو څخه دی. تر اوسه پورې د دغې ډلې په زرونو جنګیالیو د سوریې په جګړې کې هم ګډون کړی دی.