روسیې د اوکراين بندرونه په نخښه کړي
۱۴۰۲ تیر ۲۹, پنجشنبهروسيه په پرله پسې دريمه شپه د تور سمندرګی په اوږدو کې په اوديسا او ميکولايف کې د اوکراين پر بندرونو هوايي بريدونه کوي. دا بندرونو نړيوال بازار ته د اوکراين د غله جاتو د صادرولو له پاره کارول کيږي خو روسيې اوس هغه تړون چې د دې کښتيو د خونديتوب تضمين یې کاوه، متوقف کړی دی.
زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ
په داسې حال کې چې روسيه نوره د تورې بحيرې د غله جاتو د تړون برخه نه ده، سپينې ماڼۍ ويلي دي چې روسي ځواکونه کيدای شي د اوکراين پر هغو ملکي کښتيو بريد وکړي چې د اوکراين غلې انتقالوي او د دې ډول بريدونو پړه پر کیف ور واچوي.
بېربوک: آلمان د اوکراين د غله جاتو د ژغورلو هڅه کوي
د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک، وويل چې د نړيوالو شريکانو سره په دې اړه ګډ کار کوي چې د روسیې له خوا د تورې بحيرې د تړون تر متوقف کولو وروسته د اوکراين غله جات له ضايع کیدو وژغوري.
اړونده موضوع: زیلنسکي له روسيې پرته د غله جاتو تړون غواړي
بېربوک وویل چې روسیه له باج اخیستنې کار اخلي او د نړۍ د بې وزلو د لوږې په بیه د غله جاتو په بدل کې د وسلو د انتقال هڅه کوي.
نوموړې وويل: «په سونو زره حتی په میليونو خلک د اوکراين څخه غله جاتو ته سخته اړتیا لري. همدا باعث شوي چې موږ د خپلو نړيوال شريکانو سره په دې اړه کار کوو چې د اوکراين غلې په راتلونکو څو اوونيو کې په سېلوګانو کې خرابې نه شي او په نړۍ کې هغو خلکو ته ورسيږي چې سخته اړتيا ورته لري.»
واګنر مليشې د سپينې روسیې سره ګډ تمرينات کوي
په روسیه کې د واګنر اجیرې ملیشې به د بېلا روس يا سپينې روسیې له ځواکونو سره يوځای د پولنډ پولې ته څېرمه پوځي تمرينات وکړي. دا خبره د سپينې روسیې د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ کړې ده.
دا تمرينات به د سپینې روسیې په بریست ښار کې چې له پولنډ سره پر پوله پروت دی، ترسره شي.
د سپینې روسیې د دفاع وزارت ويلي دي: «په دې اوونۍ کې به د ځانګړو ځواکونو عملياتي قطعات د واګنر ډلې له استازو سره د بريست په پوځي تمرين ځای کې جنګي رزونه ترسره کړي.»
اړونده موضوع: روسيه له اوکراينه د غله جاتو صادرات متوقف کوي
پولند تر دې دمخه له سپينې روسیې سره د پولې د خوندي کولو خبره کړې وه. واګنر ډلې تر هغه وروسته خپله د پوځي عملياتو اډه سپینې روسیې ته انتقال کړه چې د دغه ډلې مشر پرېګوژین د روسیې د حکومت پر ضد پاڅون وکړ چې دا پاڅون بيا تر ۴۸ ساعتونو وروسته پای ته ورسيد.
اروپايي ټولنې روسیه د خوړو د بحران مسئوله وبلله
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوسف بورېل، روسيه د خوړو د نړيوال بحران له پاره مسئوله بللې ده . روسیې څو ورځې تر مخه د اوکراين د غله جاتو د انتقال له پاره تړون متوقف کړی دی.
نوموړي د اروپایي ټولنې د بهرنيو چارو د وزیرانو د غونډې تر مخه له خبريالانو سره په خبرو کې وويل: «په څه چې موږ لا دمخه پوهيږو دا دي چې دا به په ټوله نړۍ کې د خوراک ستر او پراخ بحران رامنځته کړي.»
اړونده موضوع: ملگري ملتونه غواړي، روسیه د غله جاتو تړون ته ادامه کړي
نوموړي همدا راز د اوديسا په بندري ښار کې د غله جاتو د ګودامونو د په نخښه کولو له کبله هم پر روسیې نيوکې وکړې.
تمه کیږي چې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزیرانو په غونډه کې به له اوکراين سره د څلورو کلونو په موده کې د وسلو او مهماتو په برخه کې د شل میليارده يورو مرستې په اړه بحث وشي.
ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, dpa, Reuters)
زموږ له آرشيف څخه: