پوتین د اوکراین ختیځ ته د ځواکونو استولو امر کړی
۱۴۰۰ اسفند ۳, سهشنبهد روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه هیواد دفاع وزارت ته د اوکراین په ختیځ کې دونېڅک او لوهانسک سيمو ته د ځواکونو استولو امر کړی دی. دغه سیمې روسیې د دوشنبې په ورځ د آزاد یا مستقلو سیمو په توګه په رسمیت پيژندلو اعلان کړی و. لویدیځو هیوادونو دغه پریکړه غندلې او د نوو بندیزونو ګواښ یي کړی دی.
پوتین د دوشنبې (د فیبروۍ میاشتې ۲۱ نیټه) په ورځ د اوکراین په ختیځ کې دونېڅک او لوهانسک چې ځانونه دوه «خلق جمهوریتونه» بولي، په رسمیت و پيژندل او د همکارۍ تړون یې ورسره لاسلیک کړ. تر دې حکومتي حکم وروسته سیمه ایزو رسنیو دونېڅک ته د نظامي موټرو او ټانکونو د داخلیدو په اړه رپوټونه ورکړي دي.
د آلمان د «دویچلند فونک» راډیو او انټرنټي شبکې د رپوټ پر بنسټ، په دوو فرمانونو کې چې د روسیې د دفاع وزارت ته صادر شوي دي روسي ځواکونه باید هغه څه چې پوتین یي «په دونېڅک او لوهانسک کې د سولې ثبات» بولي، تضمین کړي.
د دغه هیواد پارلمان چې د «روسیې دوما» یي بولي، هم باید د سه شبنې (د فیبرورۍ میاشتې ۲۲ نیټه) ورځې په غونډه کې د دغو دوو بیلتون غوښتونکو سیمو چې ځانونه «خلق جمهوریتونه» بولي، د خپلواکۍ په رسمیت پيژندل کیدل تائید کړي.
سربیره پردې، د روسیې دوما باید د پوتین د حکومتي حکم په اساس د اوکراین په ختیځ کې له بېلتون غوښتونکو سره د روسیې د پوځي همکاریو تړونونه هم لاسلیک کړي.
دا چې په تیرو اونیو کې د روسیې دوما د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو د دوو سیمو په رسمیت پيژندلو په اړه شین څراغ ورکړی و، نو له دې امله د سیاسي ناظرینو په اند د دغو دوو سیمو د په رسمیت پيژندلو په اړه د پوتین پریکړه قطعي ده.
د اوکراین په ختیځ کې د روسیې له ملاتړ څخه برخمنو بیلتون غوښتونکو د دوشنبې په ورځ له کرملین څخه وغوښتل چې د دغو دوو سیمو خپلواکي دې په رسمیت وپيژني. په دې توګه دغو سیمو ته د روسیې ننوتلو ته لاره هواره شوه.
پوتین د دوشنبې ورځې تر غرمې وروسته د مینسک موافقه «شکست خوړلې بللې او ويې ویل چې مونږ دې نتیجې ته رسیدلي یو چې [دغه تړون] هیڅ امکان نه لري.»
آژانسونه: ش.ن/ س.ر