1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«روسي ځواکونه باید د اوکراين له سرحد څخه لیري سي»

۱۴۰۰ فروردین ۲۶, پنجشنبه

د جرمني صدراعظمه او د امریکا ولسمشر په یوه خوله دي چي مسکو دي خپل ځواکونه له ختیځ اوکراین سره سرحدي سیمي څخه وباسي، تر څو د اوکراین د کړکیچ مخنیوی وسي. خو مسکو بیا له یوه امتحاني ماموریت څخه خبري کوي.

https://p.dw.com/p/3s3k4
Symbolbild I Russisches Militär
انځور: Alexey Kudenko/Sputnik/dpa/picture alliance

د جرمني حکومتي ویاند، شتیفان زایبرت په برلین کي خبر ورکړی چي صدراعظمي انګیلا میرکل او د امریکا ولسمشر جو بایدن د چهارشنبې په ورځ تلیفوني خبري کړي. هغوی په ګډه له مسکو څخه غوښتي چي په سرحدي سیمه کي دي خپل د ځواکونو شمیر بیرته راکم کړي. یوازي په دې ډول کیدای سي د کړکیچ له زیاتیدو څخه مخنیوی وسي.

په واشنګټن کي د سپیني ماڼۍ مطبوعاتي ویاندي، ین پساکي ویلي چي، بایدن د سه شنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبري وکړې، تر څو هغه د روسي فعالیتونو ممکنه عواقبو ته متوجه کړي. مخکي له دې د امریکا ولسمشر د کریملن مشر ته په دریم هیواد کي د خبرو کولو وړاندیز هم کړی وو.

د اوکراین په حواله روسیې په دې ترڅ کي ۴۱۰۰۰ سرتیري په دغه سرحدي سیمه کي ځای پر ځای کړي دي. مسکو څه ناڅه ۴۰ زره نور عسکر هم د کریمیا په نیمه ټاپو کي مستقر کړي.

مسکو د خپلو ځواکونو د پرمختګ خبره ردوي او له « امتحاني مبارزې» څخه خبري کوي. په ختیځ اوکراین کي د فبرورۍ مياشتي له نیمايي څخه د روسي پلوو یاغیانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتو یو وار بیا زور اخیستی. له هغه راهیسي په وار وار سره د اوکراین سره په سرحد کي د ځواکونو د زیاتیدو په هکله رپوټونه ورکول کیږي.

همدارنګه د آلمان خارجه وزیر هایکو ماس هم له روسیې څخه غوښتي چي د اوکراین سره سرحدي سیمي څخه خپل ځواکونه راوباسي.

GP/NZ/DW:Online