روسیه د څو سرحدونو د لاري سوریې ته د مرستو رسولو اجازه ورکوي
۱۴۰۰ تیر ۱۸, جمعهروسیې د دغه پیشنهاد مطابق یو پریکړه لیک مسوده پرون پنجشنبه (۲۰۲۱م کال د جولای اتمه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندي کړې ده. په نیویارک کي دیپلوماتیکو منابعو ویلي دي، چي مسکو له سورسیې سره د مرستو د کولو دغه پیشنهاد د شپږو میاشتو له پاره کړی دی. له سوریې سره د مرستو کولو اوسني مقررات سبا شنبه پای ته رسیږي.
دیپلوماتیکو منابعو همدارنګه ویلي دي چي د روسیې په پیشنهادي مسوده کي د مرستو «ممکنه تمدید» تر شپږو میاشتو اضافه هم په نظر کي نیول سوی دی. خو د روسیې د دغي مسودې برعکس د ملګرو ملتونو امنیت شورا نورو درو دایمي غړو، لکه امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا او فرانسې بیا له سوریې سره د مرستو د تمدید یوکلن پیشنهادي مسوده وړاندي کړې ده.
دا اول وار دی چي روسیه له سوریې سره د څو سرحدونو له لاري د مرستو د تمدید پیشنهاد کوي. تر دې دمخه کریملین د څو سرحدونو له لاري سوریې ته خارجي مرستي نه ورپریښولې او ادعا یې کوله چي بې له د دمشق له موافقې څخه دا د دغه هیواد د ارضي تمامیت حق تر پښو لاندي کوي.
د ملګرو ملتونو د اټکلونو پر اساس اوس په سوریه کي ۱۲،۳ ميلیونه انسانان بهرنيو مرستو ته محتاجه دي. خیریه سازمانونه له سوریې سره یوازي د یوه سرحد «باب الهوا» له لاري د مرستو رسولو اجازه لري.