سعودي سوداګر پاکستان کې ۲ میلیارده ډالر پانګونه کوي
۱۴۰۳ مهر ۲۰, جمعهد پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د اکتوبر میاشتې ۱۰) د سعودي عربستان یو شمیر سوداګرو د کرنې، تکنالوژۍ، خوراکي موادو، انرژۍ، روغتیا، کانونو او نفتو په شمول په یو شمیر برخو کې د ۲۷ دوه اړخیزه هوکړه لیکونو په لاسلیک کولو سره په پاکستان کې د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه کوي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د دې هیواد د پوځ مشر جنرال عاصم منیر، هم په اسلام آباد کې د تفاهم نامې د لاسلیک په دغو مراسمو کې ګډون درلود.
دغه تفاهم نامې پاکستان ته د سعودي عربستان د پانګونې د وزیر خالد الفالح په مشرۍ د یوه لوړ پوړي پلاوي تر سفر یوه ورځ وروسته لاسلیک کیږي.
په هغو مراسمو کې چې د تلویزيون له لارې هم خپریدل، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ لاسلیک شوي تفاهم نامې وستایلې او هیله یې څرګنده کړه چې ژر به دغه تفاهم نامې په تړونونو بدلې شي او زیاته یې کړه چې حکومت به یې په پاکستان کې سعودي پانګوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې خپلې پوره هڅې وکړي.
په عین وخت کې د پاکستان لومړي وزیر،د پیسو له نړیوال صندوق یا آی. ام. اف څخه د ۷ میلیارده ډالرو پور په ترلاسه کولو کې د سعودي عربستان له همکارۍ هم مننه وکړه. پاکستان له سعودي عربستان سره نیږدې اړیکي لري، داسې هیواد چې پاکستان ته په پراخه کچه نفت صادروي.
تر دغو مراسمو وړاندې، د پاکستان لومړي وزیر د سعودي عربستان له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې هم لیدلي ول او ویلي یې ول چې د دواړو هیوادونو ترمنځ ښې اړیکې د لسیزو اوږدو ورور ولۍ روابطو په نتیجه کې ممکن شوي او زیاته یې کړه چې دغه اړیکې به په راتلونکې کې لا پسې غښتلې شي.