جرمونهشمالی امریکا
امریکا: د ډزو په پيښه کې ۳ کسان وژل شوي
۱۴۰۱ تیر ۲۷, دوشنبهاعلان
د ګرین ووډ سیمې پولیسو په یوه تویتري پوست کې ویلي دي چې په وژل شوو کې پخپله ډزې کوونکی کس هم شامل دی. د پولیسو په وینا «هغه د یوه وسله وال کس له خوا په ډزو ویشتل شوی.»
د ګرین ووډ د پولیسو څانګې مشر جیم آئسن وروسته په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې ډزې کوونکی شخص له ټوپک سره د ګرین ووډ پارک د خریدارۍ مرکز ته ننوت او پر خلکو یې ډزې وکړې.
د پولیسو مشر آئسن زیاته کړې چې یوه ۲۲ کلن ځوان چې قانوني وسله یي درلوده او په دې وخت کې د مارکېټ له څنګ څخه تیریده، هغه کس یي په ډزو و ویشت او لمنځه یې یووړ، چې پر خلکو یي ډزې کولې.
جیم آئسن وویل: «د نن اصلي اتل هغه کس دی چې د خریدارۍ مرکز د خوړو په دې برخه کې پر قانوني وسله سمبال و او د ډزو له پيلیدو سره سم وتوانید د ډزې کوونکي مخه ونیسي.»