1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سویلي کوريا کي يوه لوړ پوړې ودانۍ د اور په لمبو کې

۱۳۹۹ مهر ۱۸, جمعه

د سویلي کوريا په ساحلي ښار الزان کي په یوه ۳۳ پوړيزه ودانۍ کې تيره نيمه شپه اور لګيدلې. په دغه ودانۍ کې چې سوداګریز ځایونه او کورونه ويجاړ شوي، ډير کسان پکې ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/3jfgz
Südkorea I Hochhausbrand in Ulsan
انځور: YNA/dpa/picture-alliance

د سويلي کوریا د تلويزون له خوا په خپرو شويو عکسونو کي ښودل شوې چې د دغه هیواد په بندري او صنعتي ښار اولزان کې د يوې لوړپوړې ودانې يو اړخ کې د اور لمبې پورته کيږې. سمټي ديوالونه کوڅې ته راچپه شوی.

د یونهاپ خبري آژانس د خبر له مخې ۸۸ کسان روغتون ته لیږدول شوی چې ډير کسان لږ ټپیان وو او ځينو يې د لوګو له کبله تنفسی ستونزي درلودې. د سويلي کوريا په سويل ختيځ ميلیوني ښار په دغه اور لګيدنه کې د تلفاتو په اړه لا تر اوسه خبر نه دی ورکړل شوی.

د اطفايي کسان او مرسته رسونکي په دغه ودانۍ کې نور اوسیدونکي لټوي. د يونهاپ د معلوماتو له مخې وضعيت لا معلوم نه دې. دغه راز لاهم تر ساعتونو وروسته د اور لمبې په بشپړ ډول له منځه نه دي تللي.

د اطفايې کارکونکی کوښښ کوي چې د اور لمبې خاموشه کړي. داسی اټکل کيږې چې اور د اتم او دولسم پوړ په منځ کې لګيدلې وو، په چټکۍ سره پورته پراخ شوې او د اور لمبو زور اخیستې.

اور داسي زورور وو چې ديوالونه داسي سوځیدلي لکه د کاغذ پاني. تر پنځوس کسانو پوري ښاي د ودانۍ پورتنۍ برخې چت ته تښتیدلې وې چې ځانونه وژغورې. یونهاپ د يو اوسیدونکي له خولې وايې چې دغه اور ناڅاپې لګيدلې:«په دغه لوړ پوړې ودانۍ کې ښاي ۱۳۶ اپارتمانونه وي.»يو بل عيني شاهد دغه حالت داسي انځوروي،دیوالونه داسي سوځیدل لکه کاغذي پاڼي.

د اولزان عکسونه د لندن ګرینفيل توورس کې د دریو کالو پخوا سختې ویجاړونکي اورلګیدنې ياد تازه کوي. په دغه وخت کې د اورلمبې په ډيرې چټکې د لوړپوړې ودانۍ پر ديوالونو پورته شوی او ډير ژر پراخه شوې چې له کبله يې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.