سويلي کوريا خپله نوې جنګي الوتکه نندارې ته وړاندې کړه
۱۴۰۰ فروردین ۲۲, یکشنبهد سويلي کوريا هوايي او فضايي صنایعو شرکت KAI غواړي تر ۲۰۲۸ کال پورې ۴۰ فرونده دغه ډول جنګي الوتکې KF-21 Boramae جوړې کړي.
د دغو الوتکو د جوړونې پروژه په ۲۰۱۵م کال کې پيل شوه چې تر څلورو کلونو تحقيقاتي کارونو او د امريکايي شرکت «لاکهيد مارتین» په مرسته يې د ډيزاین او جوړولو چارې پای ته ورسیدې.
د سويلي کوريا د هوايي او فضايي صنايعو شرکت د رپوټ پر اساس، د نوې جنګي الوتکې لومړني آزمایښتي پروازونه به په ۲۰۲۲م کال کې پیل شي او د آزمایښتي پروازونو بهیر تر بشپړیدو وروسته به يې د تولید بهير پیل شي.
د سويلي کوریا ولسمشر، مون جه اين، د نوو جنګي الوتکو د نندارې په مراسمو کې وويل: «د سويلي کوریا د هوايي او فضايي صنايعو شرکت موخه ده چې تر ۲۰۲۸م کال پورې ۴۰ دا ډول الوتکې جوړې کړي او همدا ډول تر ۲۰۳۲ پورې يې ۱۲۰ دانو ته ورسوي.»
په پام کې ده چې د KF-12 Boramae جنګي الوتکې د سويلي کوريا په هوايي ځواک کې د فانتوم اف ۴ او اف ۵ ځای ونيسي او په هوايي جګړو کې د اف ۳۵، اف ۱۵ او اف ۱۶ الوتکو بشپړونکي وګرځي.
د پوځي سرچينو په حواله، دغه جنګي الوتکې په بشپړه توګه مخفي کاره نه دي، خو وړتياوې يې کولی شي د «اف ۳۵ – لايتنینګ» او د «اف۱۶/ سي او ډي» نيمکړتیاوې بشپړې کړي.
د دغو الوتکو د نندارې په مراسمو کې د اندونيزيا د دفاع وزير، پرابوو سوبیانتو هم ګډون کړی وو. اندونيزيا د دغو الوتکو د تولیدونکې پروژې چې ۶ ميليارد او ۶۰۰ ميليونه يورو يې ارزښت دی، رسمي شريک دی. دغې پروژې مخکې د «KF-X» په نوم پيژندل کيده.
د جکارتا حکومت، په وروستيو کې په دغې پروژه کې خپله ۲۰ سلنه ونډه درولې وه چې د اندونيزیا دغه اقدام د دغو جنګي الوتکو د تولید په اړه شک رامنځ ته کړي وو.
خو د سويلي کوریا ولسمشر د دغو جنګي جيت الوتکو د لومړنۍ نمونې د ښکاره کولو په مراسمو کې وويل چې دواړه هیوادونه به د دغو الوتکو د توليد او د نړۍ په نورو هیوادونو کې د هغو د خرڅلاو تر وخته د یو بل ترڅنګ ولاړ وي.
دویچه وله ا/م.ک.ص./م.ن.ص.