د چين او روسیې ترمنځ ستراتیژيک تړونونه لاسلیک شوي
۱۴۰۲ فروردین ۲, چهارشنبهد روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چین د اوکراین د سولې د پلان چې د نړيوالو له خوا ورته د شک په سترګه کتل کيږي، ستاينه وکړه.
پوتین په کرملین کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره تر خبرو وروسته وویل: «موږ باور لرو چې د چین د سولې په پلان کې وړاندې سوي ډېر ټکي داسې دي چې د روسیې له تګلارو سره سمون لري او د یوه سوله ییز حل د بنسټ په توګه ګڼل کېدای سي، که لویدیځ او کيف چمتو وي.»
د چین د کمیونست ګوند او حکومت مشر په یوه درې ورځني سفر مسکو ته تللی دی.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې پوتین او شی لا دمخه د اوکراین په اړه څلور نیم ساعته خبرې کړې دي. پیسکوف زیاته کړه: «د هر څه د روښانه کولو فرصت شتون درلود، دوی د يو بل خبري اوریدلي، او دا خورا مهم دي.»
اړوندمطالب:بایډن: د هاګ محکمې د پوتین د نیولو په اړه سمه پریکړه کړې ده
د چین د سولې مبهم نوښت، چې د فبرورۍ په میاشت کې وړاندې سو، د اوربند او خبرو اترو غوښتنه یې وکړه. خو تر اوسه یې کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې . امريکا متحده ایالاتو دا پلان رد کړ او روښانه یې کړه چې دا به د اوکراین په خاوره کې د روسیې پخوانۍ نیواک تاید کړي او مسکو ته به وخت ورکړي چې ځان بيا په وسلو سنبال کړي، او د خپل پوځ په بیا تنظیمولو سره یو نوی برید پلان کړي.
بریتانیا ته د پوتین خبرداری
له شي سره تر کتنې وروسته پوتین هم بریتانیا ته د اوکراین اصلي جنګي ټانکونو د ضعيفو شويو يورانیمو د ممهاتو د ورکړې په اړه خبرداری ورکړ. د هغه په خبره، دا په دې مانا ده چې ناټو کییف ته د اټومي مهماتو سره مل وسلې ورکوی. پوتین د جزیاتو ورکولو پرته زیاته کړه چې روسیه به ورته متناسب ځواب ورکړي.
د روسيې د ژباړې له مخې شي جين پينګ وويل چې چين د ملګرو ملتونو د منشور او اصولو پابند دی او ټينګار يې وکړ چې هېواد يې يو پر حققت ولاړ او بې پرې دريځ لري.
اړوندمطالب:بريتانيا: روسيه په اوکراين کي خپلو سترو موخو ته ژر نه رسیږې
خو د نړیوالو څارونکو له نظره، چین په هیڅ صورت کې بې طرفه نه دی، بلکې په داسې حال کې چې د روسیې متحد دی، هیڅکله یې د اوکراین اشغال نه دی غندلی.
د ستراتیژیکو همکاریو تړون
د چين او روسيې ترمنځ اقتصادي همکاري د پام وړ پراخېږي. په همدې موخه پوتین او شي جين پينګ تر ۲۰۳۰ کال پورې د خپلو ستراتیژیکو همکاریو د پراخولو تړونونه لاسلیک کړل.
د روسیې دولتي ټلویزیون په کرملين کې دا مراسم خپاره کړل. پوتین د خپل چینایي سیال په حضور کې وویل چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او ستراتیژیکو همکاریو دوه تړونونه لاسلیک سوي دي.
شي جين پينګ له پوتين سره د «رغنده خبرو اترو» ستاينه وکړه او له روسيې سره يې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاريو د پراختيا په اړه خبرې وکړې. د دې حقیقت په شمول چې چین غواړي روسیې ته د بریښنا نوره ټیکنالوژي هم وړاندې کړي.
اړوندمطالب:د چین او روسیې ولسمشران پر کومو موضوعاتو خبرې کوي؟
د پوتین په وینا چین ته د روسیې د نورو ګازو د لېږلو په اړه هم هوکړه سوې ده. دواړه هېوادونه غواړي چې د سړکونو او پلونو په ګډون د ټرانسپورتي لارو په برخه کې همکاري پراخه کړي.
پوتین د چين د انرژۍ د تامين ژمنه وکړه
د خبرو اترو په ترڅ کې، پوتين دغه ګاونډي ته ډاډ ورکړ چې په ډاډمنه توګه به چين ته د تېلو او ګازو لېږد تضمين شي. هغه وويل، روسي شرکتونه توان لري چې د انرژۍ په برخه کې د چين د اقتصاد مخ پر زياتېدونکي تقاضا پوره کړي.
په پام کې ده چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د ګازو ليږد په کال کې ۱۰۰ میلیارد متر مکعب ته لوړ شي. برسېره پردې، ۱۰۰ میلیون ټنه مایع ګاز، د ډبرو سکاره او اټومي سون توکي به هم چين ته وسپارل شي.
د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې پر مهال د اروپا د انرژۍ د بازار له سقوط وروسته، د خامو موادو دغه زبرځواک په زیاتېدونکي ډول خپل بازار د اسیا پر لور اړولی دی. چین د روسیې انرژي په تخفیف ترلاسه کوي.
پوتين وويل، تېر کال د روسيې او چين ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۳۰ سلنه زيات سوی او ۱۷۲ مليارډو يورو ته رسېدلی او تمه ده چې سږ کال به ۱۸۷ مليارډو يورو ته ورسېږي.
ژباړه :صفت الله زاهدي