سهیل شاهین په قطر کې د طالبانو د سفیر په توګه ګمارل شوی
۱۴۰۳ دی ۱۹, چهارشنبهد طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد دویچه ویله ته ویلي دي چې سهیل شاهین د داکتر محمد نعیم پر ځای د دغې ډلې د ادارې له خوا په قطر کې د سفیر په توګه ټاکل شوی دی. ویل کیږي چې محمد نعیم د قطر په سفارت کې د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
سهیل شاهین یو د طالبانو له مهمو څیرو څخه شمیرل کیږي چې په انګلیسي ژبه تسلط لري او له بهرنیو دیپلوماتو سره یې په پرله پسې ډول لیدنه کتنه کړې ده.
طالبانو د واک له نیولو وروسته په لومړیو میاشتو کې هغه (سهیل شاهین) د ملګرو ملتونو په سازمان کې د خپل سفیر په توګه معرفي کړ، خو ملګرو ملتونو تر اوسه پورې طالبانو ته د افغانستان د استازولۍ د سپارلو په هکله تصمیم نه دی نیولی.
سره له دې چې د درو کلونو په تیریدو د نړۍ هیڅ کوم هیواد د طالبانو اداره د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه ده پيژندلې، خو د قطر په شمول یو شمیر هیوادونه د طالبانو له ادارې سره نږدې اړیکې لري.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر د مذاکراتو په موخه پرانیستل شو او دغه هیواد د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سولې د خبرو اترو کوربه و. قطر اوس هم د افغانستان په اړه د ډیرو مهمو غونډو کوربه توب کوي.