1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولني د طالبانو پر دريو چارواکو بنديزونه لګولي

۱۴۰۲ تیر ۳۰, جمعه

اروپايي ټولنې د طالبانو پر دریو لوړ پوړو چارواکو بندیز لګولی دی. دغه افراد د «جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي» له امله د یادې ټولنې له خوا د بندیزونو په لېست کې شامل سوي دي. د طالبانو ویاند دغه بندیز ته غبرګون ښوولی دی.

https://p.dw.com/p/4UDA5
Afghanistan | Taliban Premierminister Mullah Mohammad Hassan Akhund
انځور: Balkis Press/Abaca/picture alliance

اروپايي ټولني پرون پنجشنبه اعلان وکړ چي د ۱۵ کسانو او ۵ بنسټونو له پاره يې د محدودېدو تدبیرونه نیولي دي.

د اعلاميې له مخي دغه کسان او بنسټونه په افغانستان، اوکراین، سویلي سوډان، مرکزي جمهوري افریقا او روسیه کي بشري حقونه تر پښو لاندي کړي دي.

زموږ فېسبوک پاڼه

په اعلامیه کي راغلي دي چي د طالبانو د عدلې او پوهني وزیران او همدارنګه د دې ډلي د ستري محکمې رئيس د هغو کسانو له ډلي څخه دي چي د«جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي» له امله بندیزونه ورباندي لګول سوي دي.

اړوند: پر طالب مشرانو د امریکا نوي بندیزونه؛ د طالبانو غبرګون څه دی؟

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنیفي هم د اروپايي ټولني له خوا د بندیزونو په لیست کي شامل دي.

زموږ یوټیوب پاڼه

اروپايي ټولني د طالبانو دغه دوه لوړ پوړي چارواکي د ښځو او نجونو د ږغ چوپولو او په سیستماتیک ډول له پوهنتونونو او  ښوونځیو څخه په محروم کولو تورن کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په دې اړه ټویټ کړی او لیکلي يې دي، چي اروپايي ټولني ته ښايي، چي د فشار او تحریم پرځای له تعامل او خبرو اترو څخه کار واخلي. د ده په قول د اروپايي ټولني له خوا د دوی «ځینې مشران د تحریم لېست ته اچول هیڅ لوري ته ګټه نه لري.»
 

اړوند: له ښځو سره تاوتريخوالی؛ د طالبانو پر دوو وزيرانو بنديزونه لګېدلي

د اروپايي ټولني د بندیزونو په لیست کي چي کوم کسان او بنسټونه راغلي دی، هغوی سفرونه نه سي کولای او که چيري په اروپايي ټولنه کي شتمني ولري هم کنګل کيږي.