افغان میرمنې دمکتبونو د تړل کیدو له بدو عواقبو خبرداری ورکوي
۱۴۰۱ تیر ۲۳, پنجشنبهد بشري حقونو سازمان په یوې ویډیویي پروژه کې افغان ښځینه فعالانو له پاره په افغانستان کې د نجونو د مکتبونو د تړل کیدو د ناوړه عواقبو په هکله د نظر ورکولو زمینه برابره کړې ده. په دې توګه د بشري حقونو سازمان د افغان ښځینه فعالانو سره په گډه په افغانستان کې د نجونو د مکتبونو د تړل کیدو ناوړه عواقبو ته د خلکو پام ور اړولی دی.
نوموړي سازمان د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ: »هره ورځ په میلیونو افغان نجونې خپلې هغه هیلې او فرصتونه چې نور هغه نه سي په لاس راوړی، له لاسه ورکوي.«
د ۲۰۲۱ م کال د اگست په نیمایي کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، په دغه هیواد کې له شپږم ټولگي پورته مکتبونه د نجونو له پاره تړل سوي دي. د افغانستان رسنیو او مدني ټولنو په وار وار سره له طالبانو غوښتي چې د نجونو متوسطه او لیسې دې هم پرانیزي. تر اوسه طالبانو یوازې په یو څو ولایتونو کې په دې اړه گامونه پورته کړي دي.
د بشري حقونو سازمان په یوې نوي ویډیویی پروژه کې د دې امکان برابر کړی چې افغان هنرمندان، فعالان او خبریالان وکولی شي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خپل هیواد د ښځو د برخلیک په هکله نظرونه څرگند کړي. د زهره جویا په نامه یوه افغانه خبریاله وایي چې نړیواله ټولنه باید افغانستان له یاده ونه باسي.
طالبانو د روان کال په مارچ میاشت کې د نجونو د مکتبونو له شپږم څخه پورته صنفونو له پرانیستلو څخه خبر ورکړی وو ، خو لا هم د نجونو مکتبونه نه وه پرانیستل سوي چې بیرته وتړل سول او نجونې بیا هم په ناهیلۍ سره خپلو کورونو ته ستنې سوې.
سربیره پر دې د ښځو د حقونو فعالانې وایي چې د نجونو د مکتبونو تړل کیدل کیدای سي په پراخه پیمانه د نجونو اجباري ودونو او کورني تاوتریخوالي ته زمینه برابره کړي.
GP/KHH/AG