طالبان نه منو، که هغه په کابل کې وي که په تهران کې
دغه انځورونه په ایران کې له روانو ولسي مظاهرو سره تړاو لري. دغو مظاهرو ایران څنګه را ایسار کړی دی او څنګه په نړیواله کچه د دغو مظاهرو ملاتړ کیږي.
طالبان نه منو، که هغه په کابل کې وي که په ایران کې
د ایټالیا د پلازمېنې روم یو شمیر اوسیدونکو له افغان او ایراني ښځو سره خپل ملاتړ او پيوستون څرګند کړ. په دغو پلاکاټو کې په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم د بندیز لګول کیدو پریکړه غندل شوې او په فارسي او نورو ژبو د «ښځې، ژوند، آزادۍ» شعارونه لیکل شوي دي.
د جنرال قاسم سلیماني د کلیزې پر مهال لوحې سوزول شوي
د ایران د القدس ځواکونو د پخواني قوماندان جنرال سلیماني تر تلین مخکې د هغه په یاد کې لګول شوي لوحې د اپوزیسیون له تشدده ډکو مظاهرو کې په نښه کړای شول. په دې وروستیو کې د مظاهرو پر مهال څو ځله د اعتراض په توګه د سلیماني انځورونه سوزول شوي دي.
د ایران د سطرنج اتله بی له حجابه
د ایران د سطرنج لوبې اتله سارا خادم الشریعه چې د قزافستان په پلازمېنې الماتا کې د سطرنج د نړیوال جام په سیالیو کې بی له حجابه د ایران له بیرغ سره ګډون وکړ غواړي هسپانيا ته مهاجره شي. تر علي رضا فیروزجا وروسته دا په ایران کې د سطرنج تر ټولو دویمه پیاوړې لوبغاړې ده، چې د خپل هیواد نوم یي روښانه کړی دی.
په تهران کې د بسیج دفتر ته اور اچول شوی
د دانشجو خبري آژانس په وینا، د تهران د آزاد پوهنتون د بسیج دفتر ته (د دسمبر میاشتې پر ۲۹ نیټه) سهار ۴ بجې د یوه نامعلوم کس له خوا اور اچول شوی وو. ویل کیږي دغه کس پوهنتون ته تر ننوتلو وروسته پر دفتر له اورلګونکي موادو سره برید کړی دی. اور د ښځو او د بسیج دفتر بهرنۍ برخې ته زیان اړولی دی.
«پر خپل قیمتي ژوند رحم وکړئ»
په فرانسه کې د میشت ایراني محصل تر ځان وژنې وروسته حامد اسماعیلیون ولیکل: «کاش ستا له دې پریکړې مخکې ما تاسره لیدلي وای او تا ته مې ویلي وای چې موږ دوی ته ماته ورکوو. ستا د قیمتي او خوږ ژوند په ضایع کیدو سل ځله افسوس کوم.» ډیر شمیر ایرانیانو او د لیون ښار اوسیدونکو د محمد مرادي په یاد کې شمعې روښانه کړې.
د تهران بدله شوې څیره
دا د لندن، پاریس یا نیویارک کومه کوڅه نه ده. دا د کریسمس لومړۍ ورځ یعنې د دسمبر ۲۵ نیټه او د ایران د مرزایې شیرازي سړک دی.
دار او له سترګو وینې
د ایراني جشن یلدا څخه لږ مخکې یو شمیر ایرانیان د هالنډ پارلمان مخته را ټول شول او تمثیل یي کړ چې په ایران کې له مظاهره کوونکو سره څه کیږي. په غاړه پړی، لاسونه تر شا تړلي او له سترګو نه وینې بهیږي، او د ایران د اعدام تخته په داسې حال کې تمثیل شوې چې پر پړي د اروپايي اتحادیي قیچي نښلول شوې ده. له دې سره دوی اروپا ته اشاره کوله چې په ایران کې د اعدام سزا او مظاهرینو د ځپلو پر وړاندې یو څه وکړي.
په برلین کې د ایران د مظاهرو ملاتړ
په برلین کې د ښځو د حقونو فعالانو په ایران کې د مظاهرو او سیاسي بندیانو په ملاتړ کې مظاهرې وکړې. په بندي شوو مظاهره کوونکو کې پر یو شمیر یي د جګړې او فساد خپرولو تورونه لګول شوي دي او ایران د دغو کسانو د اعدامولو اراده لري.
د ایراني ښځو پاڅون او نړیوال ملاتړ یي
په کلکته کې د هند د ډیموکراټیکو محصلینو فدراسیون د ایراني ښځو د اعتراضي حرکت ملاتړ وکړ. پر جنسیتي تبعیض او پلار واکې ټولنې له انتقاد کولو سره، هندوستاني محصلینو په ایران کې له ولسي پاڅون سره د پيوستون اعلان وکړ.
د ایران قونسلګرۍ مخې ته د نه خوړلو اعتصاب
په ډیر شمیر کې ایرانیانو د المان په فرانکفورت ښار کې د ایران قونسلګرۍ مخې ته خیمې وهلي او د نه خوړلو اعتصاب او پرلت یي کړی دی. په دوی کې یو شمیر يي د ۲۱ ورځو راهیسې د نه خوړلو اعتصاب ته دوام ورکړی دی.