د خبریال ملي ورځ، آیا طالبان هم دا ورځ لمانځي؟
۱۴۰۱ اسفند ۲۷, شنبهد کب یا حوت ۲۷مه د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د خبریال د ملي ورځې په توګه نومول شوې وه او هرکال پکې خبریالان د بیلابیلو غونډو په ترڅ کې ستایل کېدل.
طالبان وايي، خبریالانو ته د درناوي په موخه دوی هم دا ورځ د خبریال د ملي ورځې په توګه مني.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دویچه ویله ته وویل: «دا ورځ مونږ هم د خبریالانو لپاره د هغوی د حقونو د ورکړې، همغږۍ او د کارونو پروړاندې د خنډونو لرې کېدو په مناسبت د هغوی ورځ بولو او هغوی ته یې مبارکي وایو.»
خو افغانستان کې یوشمېر خبریالان وايي، تېرو کلونو کې دا ورځ بیلابیلو دولتي او نادولتي ادارو لمانځله او په ترڅ کې به یې د خبریالانو د ستاینې ترڅنګ د هغوی ستونزې او کاري محدودیتونه ارزول.
کابل کې د پژواک خبري آژانس خبریال احمد صهیب حسرت دویچه ویله ته وویل: «که چېرې نورو کلونو ته وګورو، دا ورځ په کابل او ولایتونو کې په ډېره پراخه کچه لمانځل کېدله، نن ددې ورځې پای دی او ما ټوله ورځ ګڼ شمېر رسنۍ وڅارلې، ولایتي مالومات مې وڅارل خو داسې څه مې ترسترګو نه شول چې په کابل او یا دې هم په کوم ولایت کې ددې ورځې په مناسبت کومه ستاینغونډه جوړه شوي وي.»
اړوند مطالب:
د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي ډېرېدل
افغان خبریالان داسې مهال د هغوی په نوم نومول شوې ورځ لمانځي چې د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل تازه کلني رپوټ کې د خبریالانو پروړاندې د کاري محدودیتونو د ډېرېدو خبر ورکړی.
په رپوټ کې راغلي: «په ۱۴۰۱ لمریز کال کې رسنۍ او خبریالان په خورا ناوړه وضعیت کې ول، سربیره پردې چې د ۱۴۰۰ لمریز کال په پرتله د خبریالانو پروړاندې ګواښونه او تاوتریخوالی دوه برابره ډېر شوی ؤ، خبریالانو او رسنیو لپاره کاري چاپيریال هم له ډېر محدودیت سره مخ دی.»
په رپوټ کې راغلي چې د افغانستان د خبریالانو مرکز په تېرو ۱۲ میاشتو کې د خبریالانو او رسنیو د خپلواکۍ د نقض ۲۳۷ پېښې ثبت کړي، چې په هغوی کې ګواښل، نېول او له تاوتریخوالي ډک چلند شامل دي. خو په ۱۴۰۰ لمریز کال کې ۱۱۷ داسې پېښې ثبت شوې وې چې سږ کال دوه برابره ډېروالی ښيي.
د رپوټ موندنې ښيي چې سږکال یواځې یوه خبریال مزار شریف کې د یوه هدفي بمي برید پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې په هغې پېښه کې لږ تر لږه ۱۹ خبریالان ټپيان شوي هم ول.
اړوند مطالب:خبریالان: د بلخ چاودنې کې دوه کسان وژل شوي او ۱۲ خبریالان ژوبل دي
رپوټ زیاتوي چې د طالبانو امنیتي بنسټونه په ځانګړې توګه استخبارات او امر باالمعروف وزارت په مستقیم او غیرمستقیم ډول د خبریالانو د نېولو، ګواښولو او وېرولو په مټ د رسنیو د خپلواکۍ ځپلو بهیر پرمخ وړي.
افغان خبریال مجیب احساس چې څه موده وړاندې آلمان ته کډوال شوی دویچه ویله ته وویل: «هغه خبریالان چې اوس هم په افغانستان کې په دندو بوخت دي حتی لومړنیو مالوماتو ته لاسرسی نه لري، حاکم رژیم خورا زیات محدودیتونه وضع کړي، خبریالان حتی ورځنۍ پېښې هم په خلاص مټ تر پوښښ لاندې نه شي نېولی.»
دغه بهرمیشتی افغان خبریال زیاتوي چې اوسمهال خبریالان د کاري محدودیتونو سربیره ان ژوند یې هم له ګواښ سره مخ دی. د هغه په خبره «هغوی سره هلته د سپکاوي ډک چلند کيږي، هغوی ته د جاسوس کلمه کارول کیږي.»
مجیب احساس زیاتوي چې طالب جنګیالي نه پوهیږي چې د پېښو د پوښښ کولو پرمهال د خبریالانو حقونه څه دي.
د خبریالانو او رسنیو اقتصادې ستونزې
د خبریالانو او رسنیو د کار پروړاندې بل ستر او بنسټېز خنډ اقتصادې ستونزې هم دي.
فرانسه کې افغان خبریال احسان الله سهاک دویچه ویله ته وویل: «په دې وروستیو کې رسنۍ له خورا بد وضعیت سره مخ دي، په افغانستان کې اقتصادي ستونزې مخ په ډېرېدو دي، هغه رسنۍ چې پخوا فعالې وې اوس د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي چې ورسره ډېر شمېر خبریالان وزګار شوي دي.»
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د رسنیو او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلې کېدو ته زمینه برابره کړي او له دغو قوانینو دې ملاتړ وکړي.
اړوند مطالب:په افغانستان کي د رسنیو اندېښمن وضعیت او ناڅرګند برخلیک
خو د طالبانو ادارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د رسنیو او خبریالانو لپاره نوي قوانین جوړیږي چې تر تصویبېدو وروسته به د خبریالانو او رسنیو کاري چوکاټ واضح شي.
د دغه وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع دویچه ویله ته وویل: «مونږ قانون جوړ کړی دی او په هغه کې ټول موضوعات شته.»
دغه طالب ویاند زیاتوي چې د خبریالانو د کار پروړاندې یې ډېری خنډونه لرې کړي او دا چاره له دې وروسته هم دوام لري.