هند په افغانستان کې د پراختيايي پروژو پر عملي کولو غور کوي
۱۴۰۳ دی ۲۰, پنجشنبهد هند د بهرنيو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ ويلي ول چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت معين وکرام مسري د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په دوبۍ کې ليدلي دي.
د وزارت له خوا په جاري کړل شوې يوه اعلامیه کې ویل شوي دي چې په دې ليدنه کتنه کې د دوه اړخیزو اړيکو او د سيمه ایزو موضوعګانو په اړه خبرې اترې شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي افغانستان غواړې هندوستان سره خپلې اقتصادي اړيکې پياوړې کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ناوخته په يوه اعلاميه کې وويل چې په دغه کتنه کې افغانستان سره د اړيکو پر پراختیا او د ایران د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر پياوړي کېدو خبرې شوي دي.
په اعلامیه کې د متقي له قوله راغلي: «[موږ] د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې غواړو چې د سیمې د یو مهم او اقتصادي هیواد په توګه له هندوستان سره سیاسي او اقتصادي اړيکې پياوړې کړو.» زیاته شوې چې په دغه کتنه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزير هندوستان ته ډاډ ورکړی چې «له افغانستانه چا ته خطر نشته.»
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت هم وويل چې هېواد ېې په افغانستان کې د پراختيايي پروژو کې د تعامل او دغه راز د سوداګرۍ چارو د پياوړولو په لټه کې دی.
د طالبانو حکومت تر اوسه د هندوستان په ګډون هېڅ هېواد په رسميت نه دی پېژندلی دی. خو هندوستان یو له هغو هېوادونو دی چې په کابل کې یو کوچنی ماموریت لري.
خو هندوستان د یو شمېر هغو هېوادونو له ډلې یو دی کوم چې په افغانستان کې د سوداګرۍ، روغتیا او بشري برخو کې د سهولتونو د برابرولو په موخه کوچني ماموریتونه پر مخ وړي.
چین او هندوستان هم په افغانستان کې د سوداګرۍ تقويې او پانګونې ته د علاقمندۍ زیګنالونه ورکړي دي.
دا چې هندوستان دپاکستان سرسخت رقیب دی، ښايي د متقي او مسري کتنه د اسلام آباد له پاره ښه خبر نه وي. متقي د مسري سره په کتنه کې دا هېله هم وښوده چې هند د ديپلوماتيکو او سوداګرۍ اړیکو د پياوړي کولو علاوه، افغان ناروغانو او محصلینو ته د ویزو سهولتونو په برابولو کې هم مرسته وکړي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت او د پاکستان تر منځ هم ظاهرا اړيکې ښې نه ښکاري. د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر ټولو تازه جنجال په پکتیکا ولایت کې د «پاکستان د هوايي حملو» وروسته رابرسېره شوی دی. اسلام آباد پر طالبانو تور لګوي چې په خپله خاوره کې ېې پاکستاني طالابانو ته پټنځایونه ورکړي او له هغه ځايه خپلې حملې تنظیموي، خو طالبان ېې ردوي.