1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاريس کې د ايران د مشرتابه ضد احتجاج وشو

۱۴۰۲ تیر ۱۱, یکشنبه

په تبعيد کې د ايراني وګړو د «ملي مقاومت شورا» په پاريس کې خپله غونډه دايره کړه. د دغې ډلې په بلنه په پاريس کې د زرونو کسانو په ګډون د ايران د مشرتابه ضد احتجاج هم تر سره شو.

https://p.dw.com/p/4TJq8
Frankreich Veranstaltung der Organisation der Volksmojahedin in Paris
په فرانسه کې «د ايران د ملي مقاومت شورا» د گډونوالو انځورانځور: mojahedin.org

«د ايران د ملي مقاومت شورا» مشرې، مريم رجوي په يو کانفرانس کې خپرېدونکې وينا کې وويل چې د ايران «ديني ديکتاتوري» د «راپرځېدلو پر پوله» ده. يادې ډلې په پاريس کې و يو احتجاج ته بلنه کړې وه چې پخپله د دغې ډلې په وينا پکښي په لسونو زرو کسانو برخه اخيستې وه. خو د پاريس د پوليسو په وينا د شنبې د ورځې (د ۲۰۲۳ کال د جولای لومړۍ نېټه) دغه احتجاج کې د برخه والو شمېر تقريبا ۳۵۰۰ و.

دغه مطلب هم ولولئ:ایران ښځو ته په لوبغالي کې د فوټبال د نندارې کولو اجازه ورکوي

په پاريس کې د ايران د اوسني رژيم پر ضد احتجاج کې د ګډون لپاره له بيلو اروپايي هيوادونو څخه انسانان راغلي ول چې پکښي له آلمان، پولنډ او سکانډيناوي هيوادونو راغلي کسان هم شامل ول.

ياده ډله چې په پاريس کې مستقره ده، په تبعيد کې د ايراني حزب اختلاف يا اپوزيسيون تر ټولو لويه ډله ګڼله کيږي. دغه ډله د «مجاهدين خلق» ډلې سياسي څانګه ده چې په ايران کې له ۱۹۸۱ کال راهيسي ممنوع ده او د «ترهګرې ډلې» په توګه درجه بندي شوې ده.

دغه مطلب هم ولولئ:په ايران کې جعلي شرابو اووه تنه وژلي دي

پخوانۍ ژورناليستې معصومې روف د غونډې په جريان کې و فرانس پرېس خبري آژانس ته ويلي دي چې د پاريس دغه احتجاج به په ايران کې د خلکو مورال قوي کړي. هغې ټينګار وکړ چې احتجاج کوونکي نه د «اخوندانو رژيم» او نه هم د «شاه بېرته راتګ» غواړي. هغې زياته کړه: «موږ د دموکراسۍ پر لور حرکت کوو.» د دغې ژورناليستې په خپله وينا هغه پخوا د سياسي لاملونو له کبله په ايران کې په توقيف کې وه.

Grabstein von Jina Mahsa Amini
د مهسا اميني د قبر د شنختې انځورانځور: UGC

د يادې شوار غونډه د پاريس څخه دباندې په اورس سور اویزې کې د بعضو نامتو سياسي شخصياتو په ګډون دايره شوه. د شورا د رئيسي راجاوي وينا په پاريس کې و احتجاج کوونکو ته په ژوندۍ بڼه خپره کړل شوه. په دغه غونډه کې د نورو تر څنګ د امريکا د متحده ايالاتو پخواني مرستيال ولسمشر مايک پينس هم ګډون کړی و. نوموړی د جمهوري غوښتونکو له خوا ځان ولسمشرۍ ته هم کانديد کړی دی. په دغه غونډه کې د بريتانيې پخوانۍ لومړۍ وزيره ليز تروس هم ګډونواله وه.

«د ايران رژيم تر بل هر وخت زيات کمزوره دی»

مايک پينس په سپتمبر مياشت په ايران کې د رامنځته شوي احتجاجي غورځنګ په تړاو وويل: «د ايران رژيم هيڅکله دومره کمزوری شوی نه و، لکه اوس چې دی.» هغه په ايران کې احتجاجونه «د آزادۍ لپاره د انقلاب پېل» وباله.

په ايران کې احتجاجي غورځنګ د هغه وروسته د سپتمبر په مياشت کې رامنځته شو، کله چې يوه کوردۍ پېغله جينا مهسا اميني د پوليسو په توقيف کې مړه شوه. دغه ۲۲ کلنه مېرمنه د حجاب د اصولو د نه مراعت په تور نيول شوې وه.

آ./ا.ا./ن.ص.