د هغه کشيش محاکمه چي د خپلو پيروانو په وژلو تورن دی
۱۴۰۳ تیر ۲۰, چهارشنبهد دوشنبې په ورځ په کینیا کې د یوه کس چې پخپله ځان د پروتستانت د یوې فرقې رهبر بولي د «تروریزم» په تور محاکمه پيل شوه. نوموړی په دې تورن دی چې د خپلې فرقې تر ۴۰۰ ډیر پیروان یي د «عیسی ع دیدار» ته د رسیدو په خاطر هڅولي وو چې د مرګ تر حده پورې پر ځان ولږه تیره کړي.
د دې محاکمې په هکله څه معلومات په لاس کې لرو؟
د پاول نتنګه مکنزي، په نوم د پروتستانت د فرقې دغه رهبر له ۹۴ نورو تورنو کسانو سره یوځای د دوشنبې په ورځ د مومباسا د بندري ښار محکمې ته وړاندې کړای شو.
دغه کسان د قتل، عمدي قتل، سړي تښتونې، د ماشومانو شکنجې او تیري په څیر جلا جلا قضیو کې تورن دي. دغو ټولو تورنو کسانو د ابتدایي محکمې په غونډه کې چې په جنورۍ میاشت کې پيل شوې وه ځانونه بې ګناه بللي ول.
د دغو کسانو پر وړاندې قضایي دوسیه وروسته له هغې پرانیستل شوه چې د مالیندي ساحلي ښار په یوه منزوي شوي کلي کې د ۴۴۰ انسانانو د جسدونو بقایا کشف او د عدلي طب د څیړنو له پاره له خاورو را وایستل شول.
د ۱۰۰ تنو مړو د عدلي طب له څیړنو وروسته مشخصه شوه چې د دوی اکثریت یي له ولږې مړه شوي، او د ماشومانو په ګډون یو شمیر نور خفک یا په وهلو ټکولو وژل شوي دي.
له دې قضیې څخه د «شاکاهولا ځنګل عام وژنې» په نوم یادونه کیږي او د محکمې اسناد ښيې چې د یو شمیر جسدونو د بدن غړي یې پرې کړای شوي دي.
«د شاکاهولا عام وژنه په کینیا کې تر ټولو ناوړه امنیتي سرغړونه»
مکنزي چې پخوا ټکسي چلوونکی وو په ۲۰۰۳ م کال کې یې دغه فرقه رامنځته کړه او د «ښه خبر نړیواله کلیسا» یې ونوموله.
د ۲۰۲۳م کال د اپریل میاشتې په ۱۴ نیټه وروسته له هغې چې پولیسو د استخباراتي معلوماتو پر اساس په دې ځنګل کې ډله ایز قبرونه وموندل، مکنزي ځان پولیسو ته تسلیم کړ.
د کینیا د کورنیو چارو وزیر کیثوري کیندیکي، وویل: «د شاکاهولا عام وژنه زموږ د هیواد په تاریخ کې تر ټولو ناوړه امنیتي سرغړونه ده» نوموړي د سنا مجلس په یوه غونډه کې ژمنه وکړه: «د حقوقي اصلاحاتو له پاره په دوامداره توګه کوښښ کوي، څو د جعلي مبلغینو مخه ونیول شي.»
کیندیکي، په لومړیو کې د خپل هیواد پولیس تورن کړي ول چې د ولږې تیرولو د رپوټونو په اړه د ابتدایي تحقیقاتو پر مهال يې بې پروایي کړې وه.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز