م.م. روسیه د «ماشوم وژونکو» هیوادونو په تور لیست کې واچوله
۱۴۰۲ تیر ۲, جمعهد ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش وايي، پر ښوونځیو او روغتونونو د پرله پسې بریدونو او د اوکراین په جګړه کې د ماشومانو د وژل کېدو او ټپیانيدو د ډېرېدو له امله سخت خواشینی سوی دی.
د فرانسی خبري آژانس له خوا د خپاره سوي راپور له مخې، روسیه د «ماشوم وژنې» هیوادونو په تور لیست کي راغلې ده. په «تور لیست» کې هغه حکومتونه او بنسټونه شامل دي چې ملګري ملتونه يې په شخړو کې د ماشومانو د حقونو په سرغړونې تورنوي.
اړوند مطالب :روسيه وايي پر دونيڅک یې د اوکراين برید شنډ کړی دی
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې تېر کال په اوکراین کې ۴۷۷ ماشومان وژل سوي دي. ۱۳۶ قضیې په دې هيواد کې د روسیې ځواکونو او ډلو ته او ۸۰ پېښې اوکرایني ځواکونو ته منسوبې سوې دي.
د دغه راپور له مخې، د اوکراین پر ضد د روسیې په جګړه کې ۹۰۹ ماشومان ټپیان سوي دي. له دې جملې څخه ۵۱۸ ماشومان د روسي ځواکونو او ۱۷۵ ماشومان د اوکرایني ځواکونو له خوا ټپیان سوي دي.
د راپور مسوده د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وسپارل سوه او ټاکل سوې چې د جون مياشتي پر ۲۷ نېټه به خپره سي.
که څه هم د اوکراین د وسله والو ځواکونو نومونه د راپور په «تور لیست» کې نه ښکاري، خو ملګرو ملتونو هم اوکراین ته «د ماشومانو د وژلو او ټپیانو د زیات شمېر او پر ښوونځیو او روغتونونو د بریدونو له امله» خبرداری ورکړی دی.
اړوند مطالب:یونیسف: په جګړو کې تر ۱۲۰ زره ډېر ماشومان وژل شوي یا معلول شوي
انتونیو ګوټریش ویلي دي چې هغه به دا وضعیت د خپل راتلونکي راپور له پاره په پام کې ونیسي.
ص.ذ/ ن.ز