د امریکا مجلس د «مهسا قانون» د رايو په اکثريت سره تصویب کړ
۱۴۰۲ شهریور ۲۲, چهارشنبهد امریکا د متحده ایالاتو د استازو مجلس د سې شنبې په ورځ د «مهسا قانون» په ۴۱۰ مثبتو او یوازې دریو منفي رایو سره تصویب کړ.
د «مهسا قانون» له مخې به، د ایران اسلامي جمهوریت لوړ پوړي چارواکي چې د مشرتابه بنسټ، ولسمشر، د اسلامي جمهوریت د مشر لخوا ټاکل سوي چارواکي او د دوی تر څارنې لاندې د بنسټونو او شرکتونو شبکي پکې شاملې دي، باندي به «د بشري حقونو د پراخو سرغړونو» او پر«لاریون کوونکو باندي د فشار» اچولو له پاره بندیزونه وضع شي.
د دې له پاره چې پر د استازو مجلس دا پريکړه لیک د اجرا کيدو وړ قانون باندې بدل شي، باید د سنا مجلس لخوا هم تصویب سي او بیا د متحده ایالاتو د ولسمشرجو بایډن لخوا لاسلیک سي.
د «مهسا امینې قانون» اهمیت دا دی چې که چیري دا قانون سي، نو د امریکا ولسمشر نسي کولای په اسانۍ سره د ایران د حکومت په وړاندې د بشري حقونو بندیزونه لغوه کړي، حتی د ایران اسلامي جمهوریت سره د احتمالي موافقې په صورت کې هم او هر کال د دې تحريمونو د تمدید او يا نه عځولو په اړه د استازو کنګرې ته توضيحات هم ورکړی.
باید یادونه وسي چې د تیر اګست په پیل کې جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو، او دیموکرات سناتور الیکس پاډیلا، د متحده ایالاتو مشرانو جرګې ته د «مهسا قانون» وړاندې کړ.
همدارنګه د «مهسا قانون» د اپریل په ۲۶مه د متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې رای ورکولو ته وړاندې سو او د « رایو په اکثریت» سره تصویب سو.
د «مهسا قانون» د متحده ایالاتو د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکي غړي جیم بانکس لخوا وړاندې سو؛ هغه د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې د دغه پلان له تصویب وروسته ټینګار وکړ چې «کانګرس به د ایران د رژیم له خوا د بشري حقونو سرغړونه ونه زغمي».
همداشان د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر هم یوه بیانیه خپره کړه او اعلان یې وکړ چې « د ایران حکومت د ایران د خلکو په خلاف د بشری حقوقو په وحشیانه سرغړونو لاس پورې کړی دی او کانګرس ژمن دی چې دغه حکومت او لوړ پوړی چارواکی به د دي جرمونو په هکله حساب ورکوی.»
د مهسا امینی د مړینې د لومړۍ کلیزې په مناسبت په ایران کښې د وژل سویو کسانو د کورنیو، سیاسی بندیانو او سیاسی او مدنی فعالانو په وړاندې د اسلامی جمهوریت له خوا امنیتی ګواښونه او فشارونه خورا ډیر سوي دي او همدا څه لامل سوی چې په ایران کې له بشري حقونو څخه سرغړونو او د مظاهرو سرکوبه کولوته د نړيوالې ټولنې زیاته پاملرنه راجلبه کړي.
ص.ذ/ب.ص
زموږ له آرشيف څخه: