1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهترکیه

ترکیه: پر کلیسا د برید شکمن پلانوونکی مو نیولی دی

۱۴۰۳ شهریور ۲۵, یکشنبه

د ترکیې استخباراتو خبر ورکړی چې د روان میلادي کال په پیل کې په استانبول کې د سانتا ماریا په نامه پر ایټالوۍ کلیسا د برید شکمن پلانوونکی یې نیولی دی. د جنورۍ میاشتې په دغه کلیسا باندې په برید کې یو ترکی وګړی وژل شوی وو.

https://p.dw.com/p/4kdiK
په استانبول کې پر دغه کلیسا په برید کې د داعش دلې دوو بریدګرو یو ترکی وګړی وژل وو.
د ترکیې استخباراتو خبر ورکړی چې په استانبول کې د سانتا ماریا په نامه کلیسا د برید شکمن پلانوونکی یې نیولی دی. انځور: Ozan Kose/AFP

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر میاشتې پر ۱۴مه) د ترکيې د استخباراتو ادارې خبر ورکړ چې په استانبول کې د روان میلادي کال په جنوري میاشت کې د سانتا ماریا په نامه پر ایټالوۍ کلیسا باندې د برید شکمن پلانوونکی چې له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره اړیک لري، نیولی دی.

د ترکیېملي استخباراتي ادارې یا ام. آی. ټي ویلي چې د ویشخان سولتاماتوف، په نامه نیول شوي کس باندې شک دی چې د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نیټه په استانبول کې د برید د پلان جوړولو یو له کلیدي کسانو څخه دی. د ترکیې استخباراتي ادارې زیاته کړې چې د ترکیې پولیسو او د استخباراتو مامورینو دغه کس په یو لړ ګډو عملیاتو کې په استانبول کې نیولی دی. د ترکیې استخباراتي ادارې همدا راز تور پورې کړې چې دغه کس په برید کې د استفاده شوې وسلې د لیږد مسوول وو.

د روان میلادي کال په جنوري میاشت کې په استانبول کې د سانتا ماریا په نامه ایټالوۍ کاتولیک کلیسا باندې د اسلامي دولت ډلې دوو بریدګرو په برید کې یو ترکي وګړی وژل شوو.

د معلوماتو له مخې، پر کلیسا باندې دغه بریدد اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې اړوند جنګیالیو پلان کړی وو. د داعش د خراسان څانګه تر ډیره په افغانستان کې فعالیت لري. خراسان له تاریخي پلوه د افغانستان، ایران او منځنۍ اسیا یو شمیر سیمو ته ویل کیږي. سربیره پر دې، ترکي چارواکو د روان میلادي کال په اپریل میاشت کې هم د یاد برید په تړاو ۴۸ کسان نیوليول، داسې کسان چې ورباندې په دغه برید کې د ښکیلتیا شک کیدو.

خ.ح / ا.و.ا