کیف د ماریوپول ښار تسلیمولو په اړه د روسيې اولتیماتوم رد کړ
۱۴۰۱ فروردین ۱, دوشنبهد اوکراین د لومړي وزیر مرستیالې ایرینا ورشچوک د Ukrayinska Pravda خبرې انټرنټ پاڼې ته ویلي دي: «تسلیمیدو او پر ځمکه د وسلو ایښودلو ته هیڅ اړتیا نشته. دا خبره مخکې د روسیې اړخ ته اطلاع ورکړل شوې ده.»
روسیې د یکشنبې په ورځ په ماریوپول کې له اوکرایني ځواکونو څخه غوښتي وو چې خپلې وسلې دې پر ځمکه کیږدي او د دوشنبې (د مارچ میاشتې ۲۱ نیټه) په سهار دې له ښاره ووځي.
د روسیې د دولتي خبري آژانس «تاس» په حواله روسیې اوکراین ته یوه طرحه وړاندیز کړې ده چې له مخې یي د اوکراین ټول وسله وال واحدونه باید د دوشنبې ورځې د سهار تر پنځو بجو بی له وسلو او مهماتو څخه له اوکراین سره د موافقې په مسیر کې ماریوپول ترک کړي.
په همدې خاطر روسي پوځ اوکرایني لوري ته یو اته صفحه یي لیک استولی و. ورشچوک په ځواب کې ټینګار کړی دی «د دې پرځای چې په اته پاڼیز لیک خپل وخت ضایع کوئ، یوازې یوه لاره پرانیزئ.»
● د مسکو او اوکیف ترمنځ د خبرو اترو د نوي دور پيل
د اوکراین او روسیې مذاکره کوونکي پلاوي د خبرو اترو د یوه نوي دور په پیلولو موافقې ته رسیدلي دي. خبرې اترې د دوشنبې (د مارچ میاشتې په ۲۱ نیټه) ورځې په سهار په انلاین ډول پيلیږي.
د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سلاکار میخائیلو پودولیاک، وویل چې د جګړې پای ته رسولو په خاطر له روسیې سره خبرې اترې ممکن څو اونۍ وغځیږي، خو اوس داسې نښې نښانې شتون لري چې ښيې په دې وروستیو کې د مسکو دریځ «لا زیات واقع بینانه» شوی دی. هغه نور جزویات وړاندې نه کړل.
● ژر به بایډن پولنډ ته سفر وکړي
د امریکا ولسمشر جو بایډن په پام کې لري چې د جمعې په ورځ پولنډ ته سفر وکړي. سپينې ماڼۍ اعلان کړی دی چې بایډن به اروپا ته د خپل سفر په ترڅ کې لومړۍ د ناټو په سرمشریزه، اروپایي اتحادیه او په بروکسل کې د جي اوو هیوادونو په غونډه کې ګډون وکړي او د شبنې په ورځ به په پولنډ کې د دغه هیواد له ولسمشر آندری دودا سره وویني.
بایډن به د دوشنبې (د مارچ میاشتې ۲۱ نیټه) ورځې تر غرمې وروسته د یوه ویډیوي کنفرانس له لارې د آلمان له صدراعظم اولاف شولتڅ، د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون، د ایټالیې له لومړي وزیر ماریو دراګي او د بریتانیي له لومړي وزیر بورس جانسن سره د اوکراین د جګړې په هکله خبرې وکړي.
● یو وار بیا د سلوانیایي دیپلوماتانو یو لوړپوړی پلاوی کیف ته ځي
کیف ته د پولنډ، سلوانیا او چک جمهوریت د مشرانو تر غیرمنتظره سفر وروسته، د سلوانیا لومړي وزیر دغه ښار ته د خپل هیواد د دیپلوماتانو د بیرته ستنیدو خبر ورکړی دی. نوموړي په خپل تویتر کې لیکلي: «اوکراین مستقیم دیپلوماتیک ملاتړ ته اړتیا لري. مونږ په دې هڅه کې یو چې اروپايي اتحادیه هم دغه کار ترسره کړي.»
د سلوانیا د تلویزوني رپوټ پر بنسټ د دغه هیواد سفیر او د سفارت ټول کار کوونکي به له ډیر شمیر نورو هیوادونو له دیپلوماتانو سره چې له کیف څخه وتلي ول، د دې اونۍ په پای کې بیرته کیف ته ستانه شي. ویل شوي چې دوی په داوطلبانه ډول بیرته کیف ته ستنیږي.
● د روسیې پر وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان بل پریکړه لیک
ټاکل شوې ده چې ډیر ژر به د ملګرو ملتونو سازمان عمومي غونډه پر اوکراین د روسیې د تیري په باره کې د یوه بل پریکړه لیک په هکله رای ګیري وکړي.
د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د «پر اوکراین د تیري انساني پایلې» تر عنوان لاندې د پریکړه لیک طرحه د یکشنبې په ورځ د ۱۹۳ غړو هیوادونو د استازو ترمنځ ویشل شوې ده. ټاکل شوې ده په راتلونکو ورځو کې به رای ګیري ترسره شي.
آژانسونه: ش.ن/ک.ص