اوکراین وايي روسي ځواکونو اتومي بټۍ نیولې
۱۴۰۰ اسفند ۱۳, جمعهوروسته له هغې چې روسیې په اوکراین کې د اروپا په تر ټولو سترې بټۍ هوايي بریدونه وکړل، د یادې بټۍ په یوه برخه کې اور لګیدلی وو. اوکرایني چارواکو اوس منلې چې روسي ځواکونه تر دغې پیښې وروسته یادې اتومي بټۍ ته ور داخل شوي او د اتومي بټۍ کنترول یې په خپل لاس کې اخیستی دی. اوکرایني چارواکي تائیدوي په دې پیښه کې اتومي وړانګې نه دي خپرې شوي. د زاپوريشیا په نامه د اوکراین دغه اتومي بټۍ د دې هیواد په جنوب ختیځه سیمه کې موقعیت لري او اوس یې کنترول روسیې نیولي دی.
بل لوري ته اوکراین چې د روسیې د پوځي بریدونو نهمه ورځ تجربه کوي، ورځ تر بلې د روسیې د لا ډیر پوځی فشار سره مخامخ کیږي. په همدې ترڅ کې روسي او اوکرایني چارواکو ویلي چې دواړو لورو د بشري کوریډر پر جوړونې توافق کړی څو ملکي کسان په خوندي توګه جنګي سیمې ترک کړي.
اوکراین په داسې حال کې د بشري کوریدور د جوړولو خبر ورکوي، چې د دغه هیواد ولسمشر ولادمیر زیلینسکي له روسي ولسمشر ولادمیر پوتین سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې د دویچه ویله په شمول د یو شمیر رسنیو پر انترنتي فعالیت هم محدودیت وضع کړی دی. روسي چارواکو تور پورې کړی چې یادې رسنۍ پر اوکراین باندې د روسیې د حملې په هکله ناسم معلومات خپروي. دویچه ويله په دې توانیدلې چې په روسیه کې پر دویچه ویله وضع شوي بندیزونه تائید کړي او موندنې ښيي چې د جمعې ورځې د سهار راهیسې د دویچه ویله انترنتي صفحې بندې شوي دي.