1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

له اوکراين سره د آلمان د سلو میليونو يورو اضافي مرستې ژمنه

۱۴۰۳ شهریور ۲۷, سه‌شنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزيرې په داسې حال کې چې روسيه د ژمي په رانږدې کیدو سره د انرژۍ پر زېربناو بريدونو ته زور ورکوي، له اوکراين سره د اضافي مرستو ژمنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4kiNm
د اوکراين د پلازمينې کيف ښار د ژمي يو انځور
په تيرو دوو کلونو کې روسیې تل د ژمي په درشل کې په اوکراين کې د انرژۍ پر زيربنا بريدنو ته زور ورکړی دی.انځور: Kaniuka Ruslan/NurPhoto/IMAGO

د آلمان د بهرنیو چارو وزيرې انالېنا بېربوک، له اوکراين سره د ژمي له پاره د ۱۰۰ ميليونه يورو اضافي مرستې ژمنه کړې ده.

نوموړې وويل: «منی را روان دی او ژمی هم رانږدې دی.» هغې مالدويا ته د يوه سفر په ترڅ کې زیاته کړه چې روسیه «د يوې نوې ژمنۍ جګړې پلان جوړوي، څو د اوکراين د خلکو ژوند د امکان تر حده له کړاونو ډک کړي.»

په تيرو دوو کلونو کې روسیې تل دژمي په درشل کې په اوکراين کې د انرژۍ پر زيربنا بريدنو ته زور ورکړی دی.

رپوټ: روسیې په سومي کې د انرژۍ پر زيربناو بريد کړي

سيمه ایزو چارواکو ويلي دي چې روسي ځواکونو د اوکراين په شمال ختیځه سومي سيمه کې د انرژۍ پر زېربنا بريد کړی دی. زیاته شوې ده چې په ځينو سيمو کې برېښنا قطع شوې وه او اغیزمنې سيمې اوس د ذخيرې پر شبکو تکيه کوي.

د سومي د اوبو رسولو د تاسيساتو برېښنا هم قطع شوې ده چې دغه تاسيسات هم د برېښنا پر بيړنيو منابعو تکيه کولو ته اړ شوي دي.

د سومي ښاروال ارتم کوبزار، وويل چې د بريد په نتیجه کې د تلفاتو رپوټونه نشته او د شبکې د فعالولو له پاره کارونه شوي دي.

پر مهمو زېربناو د بريدونو له کبله سومي، کونوتوپ او د اوخيرکا سیمې اغیزمنې شوي دي.

اوکراين يو شمير ډرونونه راچولي دي

د روسیې د بې ډرونونو يا بې پېلوټه الوتکو د بريدونو لړۍ سه شنبه د شپې هم تر سهاره روانه وه. د اوکراين پوځ ويلي دي چې له ۵۱ څخه يې ۳۴ ډرونونه را اچولي دي.

د چارواکو په حواله د روسیې بریدونو په هېواد کې پنځه بېلا بېلې سيمې په نخښه کړي دي.

په عين وخت کې کريملن ويلي دي چې د کورسک سرحدي سيمې ته څيرمه یې څه نا څه ۶۰ ډرونونه را اچولي دي. په کورسک سيمه کې د اوکراين عسکرو په تېره يوه میاشت کې يو شمير روسي کلي او سيمې نيولي دي.

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, dpa, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

ولي د روسیې کورسک سیمه د اوکراین له پاره مهمه ده؟