په اوکراين کې جګړه ختیځ ته انتقال شوې ده
۱۴۰۱ فروردین ۱۲, جمعهد روسیې د لویدیځ ښارګوټي بیلګورود سيمه ایز مشر د جمعې په ورځ ویلي دي چې اوکرايني هيلي کاپترو په دغه سيمه کې د تېلو پر يوه زېرمه هوايي بريد کړی دی.
ويچيسلاو ګلادکوف د تلیګرام پر خپل کانال ليکلي دي: «د پترولو په زيرمه کې د اوکراين د پوځ د دوو څرخي الوتکو د هوايي بريد په نتیجه کې اور لګيدلی وو.»
نوموړي زياته کړې چې د دغه دستګاه دوه کارکوونکي د اور لګيدنې په نتيجه کې ټپيان شوي دي. د روسیې بيړنیو پېښو وزارت په حواله په لسونو پرسونل د اور په خاموشه کولو اخته دي.
د چهار شنبې په ورځ هم د روسیې د دغه لوېديځ ښار د وسلو له یوې زېرمې څخه د چاودنو غږونه اوريدل شوي ول خو چارواکو په دې اړه هیڅ جزيات په ډاګه نه کړل.
بیلګورود ښار د اوکراين له سرحد سره د ۴۰ کيلومترو په واټن کې پروت او د اوکراين له خارکيف څخه کابو ۸۰ کيلومتره لیرې دی.
امريکا: پر دونباس د روسیې تمرکز جګړه اوږدولای شي
د فرانسې خبري آژانس د يوه لوړ پوړي امريکایي چارواکي له قولي ويلي چې د اوکراين په ختیځ کې د دونباس پر سيمه د روسیې د بيا تمرکز هڅې کولی شي «جګړه لا پسې اوږده کړي.»
دغه چارواکي وويل: «په دې دليل چې [روسان] دې ته لومړيتوب ورکوی چې هلته د عسکرو شمیر او انرژي ډېره کړي، په دې معنا نه ده چې دا به د هغوی له پاره وضعيت آسانه کړي.»
دغه چارواکي زياته کړې: «دا د یوې اوږدې او لا دوامدارې جګړې باعث ګرځيدلی شي، ځکه روسيه کوښښ کوي چې د فشار يو آله په لاس راوړي څو يو پرمختګ وکړي او د خبرو اترو پر میز يو څه برلاسی واوسي.»
د اوکراین په دونباس کې په ۲۰۱۴م کال کې جګړه هغه وخت پېل شوې وه کله چې روسیي پلوه مظاهرې د بيلتون غوښتنې په يوه وسله وال خوځښت بدلې شوې چې په نتیجه کې یې د «د دونيڅک او لوهانسک خلکو جمهوريتونه» رامنځته شول.
روسیې په لومړي سر کې په ښکاره د دغه ياغیانو د ملاتړ خبره ردوله، خو پر اوکراين یې د يرغل تر پيلولو لږ دمخه دغه په خپل سر نومول شوي «د خلکو جمهوریتونه» په رسمیت وپيژندل.
مسکو اروپا ته د ګازو د ليږد درولو ګواښ کړی
د مسکو له خوا په روسي اسعارو کې د بیو د پرې کولو د ضرب الاجل تر ټاکل کیدو وورسته کیدای شي ځيني هېوادونو ته د ګاز ليږد ودرديږي.
ولسمشر ولاديمیر پوتین ويلي ول: «که چې دغه د پېسو ورکړه ترسره نه شي نو دې ته به زموږ د پيرودونکو له خوا له مکلفيتونو څخه د سرغړونې په سترګه وکتل شي.» زياته شوې چې روسيه بيا موجود قرارادادونه وځنډوي.
د روسیې د بهرنيو چارو وزارت يوه لوړ پوړي چارواکي هم د « RIA» دولتي خبري آژانس ته ويلي: «د اروپايي ټولنې کړنې به بې ځوابه پاته نه شي...... د بروکسل له خوا غير مسئولانه بندیزونه لا دمخه د عادي اروپايانو پر ورځني ژوند ناوړه اغیزې کوي.»
آلمان روسیې ته په ډالرو او يا يورو د بیو پر پرې کولو ټینګار کوي لکه څرنګه چې په قراردادونو کې ليکل شوي دي او د مسکو له خوا د دغه هېواد په پول واحد روبل کې د بيو د پرې کولو غوښتنه د زور کارول بولي.
پر اوکراين د روسیې تر يرغل مخکې آلمان د خپلې اړتيا ۵۵ سلنه ګاز له روسیې څخه واردوه.
د دوو اوکرايني جنرالانو ګوښه کول
د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي په دې منځ کې ويلي دي چې د امنیتي برخې خپل دوه لوړ پوړي چارواکي ېې له دندو ګوښه کړي او پر هغوی یې د اوکراين څخه د دفاع له خپل سوګند څخه د سرغړونې تور لګولی دی.
زيلنسکی وويل: «زموږ د ټولو غدارانو سره د حساب له پاره اوس وخت نه لرم، خو هغوی ټول به وار په وار جزا وويني.»
په دې منځ کې ويل شوي چې روسي ځواکونو د چرنوبل په شديده توګه ککړه شوې ساحه د جمعې په ورځ پرېښې ده او اوکراين د دغه ساحې کنترول بيرته په لاس کې اخيستی دی.
د اوکراين د انرژۍ دولتي شرکت «Energoatom» ويلي دي چې روسي عسکر هغه وخت له دغه ساحې څخه ووتل کله چې هغوی «د اتومي وړانګو ډېر مقدار» اغیزمن کړي ول. دا څه تر هغه وورسته پيښ شوي ول چې عسکرو د منع شوې ساحې په ځنګله کې د دستګاه په شا او خوا کې کندې کيندلې وې.»
په کيف کې چارواکو دا ادعا هم کړې ده چې روسانو د نیول شويو اوکرايني عسکر نامعلوم شمير هم له ځانه سره بيولي دي. روسي ځواکونو د فيبرورۍ پر ۲۴ نېټه پر اوکراين تر يرغل وروسته د چرنوبل ساحه نيولې وه.
ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, Reuters, dpa)
زموږ له آرشيف څخه: