اوکراین: د ښځينه پوځيانو تمریناتو غبرگونونه راپارولي
۱۴۰۰ تیر ۱۲, شنبهاوکراین له پخواني شوروي اتحاد څخه د خپلې خپلواکۍ د دیرشمې کليزې د لمانځلو له پاره، پريډ یا پوځي رسم ګذشت ته تیاری نیسي.
اوکراين تیره ورځ داسې رسمي انځورونه خپاره کړل چې په هغې کې ښځينه پوځيانې چې برګې جامې يې پر تن او کرو دار بوټونو يې په پښو دي، د پریټ تمرینات ترسره کوي.
دغه انځورونه د اکراین دفاع وزارت خپاره کړي دي. د اکراین د دفاع وزارت د معلوماتو ويب پاڼې د کادیت ایونا میدويد له قوله لیکلي دي: «نن د لومړي ځل له پاره تمرینات په جګو کروداره بوتونو کې ترسره کيږي.»
میدويد تر دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ ويلي وو: «دا کار د عسکري بوټونو په پرتله یو څه سخته دی خو موږ خپلې هڅې کوو.» خو دغه اقدام په ټولنیزو رسنیو او پارلمان کې يو لړ غبرګونونه له ځانه سره لرلي دي او دا يې د ښځو پر وړاندې جنسيتی عمل بللی دی.
د اوکراین په پارلمان کې د دې هیواد پخواني ولسمشر، پيترو پوروشینکو ته نژدې يو شمير وکیلانو د دفاع وزير دې ته تشویق کړ چې د پريډ په ورځ جیګ کرو داره بوټونه پښو کړي.
د ګولوس د ګوند غړې اینا سوسن په دا ډول بوټونو کې د تمریناتو روغتیايي زیانونه ته اشاره وکړه او وې ويل: «د دغې احمقانه او مضرې نظریې تصور ګران کار دی.»
هغې وويل چې اوکرايني ښځينه سرتيرې د نارینه سرتيرو په څير ځان په خطر کې اچوي او دوی د «تمسخر کولو لیاقت نه لري.»
د اوکراین د مقننې قوې مرستيالې ویاندې، اولینا کوندراتیوک وویل چې چارواکي باید په ښکاره او علني توګه د ښځو د «تحقیر» کولو له پاره بخښنه وغواړي.
د اوکراين په پوځ کې څه باندې ۳۱ زره ښځې خدمت کوي. په دوې کې ۴ زره يې افسرانې دي.