«یوازي له اوکرایني مهاجرو سره باید مرسته ونه سي»
۱۴۰۰ اسفند ۱۳, جمعهد الهیاتو دغه ۵۱ کلن عالم تورستن لاتڅیل په یونان کي د پناه غوښتونکو او مرستندویه سازمانونو تر لیدو وروسته، انجیلي مطبوعاتي سرویس »اي پي دي« ته وویل: «له اوکراین څخه له جنگ جگړو څخه راتښتیدلو مهاجرو سره د مرستو تیاری دا ښوده چي اروپا ددغو پناه غوښتونکو د منلو له پاره ډیر زیات ظرفیت لري. که موږ سره متحد سو، نوهمدارنگه کولای سو ډیر شمیر انسانانو ته ځای ورکړو.»
په راینلند کي د پروتستانت کلیسا نوموړي دیني عالم ټینګار وکړ چي هغه له اوکراین څخه راغلو مهاجرو د منلو او له هغوی سره مرسته کولو څخه ډیر راضي دی. هغه وويل په اوکراین کي وضعیت اروپایانو ته یو وار بیا دا ور په یادوي چي دا یوه معمولي خبره نه ده ي سړی دي یو ډاډمن ټاټوبی ولري. دغه ډول مرستي باید له نورو مهاجرو لکه افغانانو او سوریایانو سره هم ترسره سي. لاتڅیل خبرداری ورکوي چي موږ باید په هیڅ ډول د کډوالو د مختلفو ډلو ترمنځ کړکیچ کي داخل نه سو.اوله او یا دوهمه درجه مهاجر نسته
دغه مشهور دیني عالم چي له یوه کال راهیسي د جرمني د دوهمي ستري کلیسا مشري پرغاړه لري، وایي چې د اوکراین د جگړې له امله اروپایان اوس داسي فصل تجربه کوي چي د ډیر وخت له پاره یې فکر هم نه وو کړی. هغه زياتوي: «دلته پر یوه خپلواک هیواد باندي چی په اروپایی ټولنی پوري نه، خو زموږ په ارزښتونو پوري اړه لري، له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونکی برید ترسره سو.»
لاتڅیل د وسله والو بې پیلوټه الوتکو فعالیت او اټومي خبرداریو ته په کتو سره وضعیت سخت مشکوک ارزیابي کوي:«دا داسي ابعاد دي چي د زیاتیدو خطر یې موجود دی او مدني حل لاري له پامه غورځوي.»
خو بیا هم نوموړی دا پرځای بولي چي د روسیې له خوا یرغلیزي جګړې د سمدستي پای ته رسیدو له پاره باید له ټولو امکاناتو څخه کار واخیستل سي. دی وایی چي زما له پاره په دغه استثنایی حالت پوري تعزیرات هم تړلي دي او همدارنگه اوکراین باید دومره تقویه سي تر څو په خپله له ځانه دفاع وکولای سي خو پوځي اقدام تل یوازي وروستی امکان وي.
لاتڅل څو ورځي مخکی د یوې اونۍ له پاره یونان ته تللی وو او هلته یې د مهاجرو له بشري حالت څخه کتنه کړې وه. د مهاجرو د کمپونو ترڅنگ یې له مرستندویه ټولنو څخه هم لیدنه کړې وه.
GP/BS/AG