امريکا ته د مهاجرت ويزه: يو ډله افغانان فیليپين ته رسيدلي
۱۴۰۳ دی ۱۷, دوشنبهد فیلیپین او امریکا متحده ایالاتو چارواکو د دوشنبې (د جنورۍ میاشتې ۶ نیټه) په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا د مهاجرت د ځانګړې ویزې له پاره د غوښتنلیک وړاندې کوونکو افغانانانو یوه ډله د ویزې ترلاسه کولو پروسې د بشپړیدو له پاره فلېپين ته رسیدلي دي.
فیلیپین او امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۴م کال په جولای کې یوه موافقتنامه لاسلیک کړه چې له مخې به یې د امریکا د ځانګړې ویزې له پاره په سلګونو غوښتنلیک وړاندې کوونکي افغانان د خپلو ویزو د پروسس تر وخته پورې په دغه هیواد کې پاتې کیږي.
دغه موافقتنامه په هیواد کې دننه د مخالفتونو سربیره، په ځانګړي توګه د عیسویانو له خوا چې اکثرو یې له امنیتي پلوه انديښنه درلوده، لاسلیک شوه.
د فیلیپین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ترسیتا دازا، په یوه اعلامیه کې وویل: «د بهرنیو چارو وزارت دغو غوښتنلیک وړاندې کوونکو ته د اوسنیو مقرراتو او اصولو مطابق هیواد ته د داخلیدو مناسبې ویزې صادر کړي دي.»
نوموړې زیاته کړې ده چې ټول دغه کسان د فیلیپین د امنیتي اژانس له خوا په دقیق ډول تر امنیتي ارزونو تیر شوي دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي چې نه یې غوښتنل نوم یې واخیستل شي، د دغو افغانانو دقیق شمیر ښکاره نه کړ، خو د فرانسې خبري آژانس ته یې وویل چې د دغو کسانو شمیر تر «۳۰۰ پورې» دی.
د دغو کډوالو لګښت د امریکا له خوا ورکول کیږي
د فیلیپین د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې امریکا متحده ایالاتو د موافقتنامې په اساس په مانیلا کې د دغو کسانو د پاتې کیدو لګښتونه، چې په هغې کې خوراکي توکي، استوګنځای، روغتیایي خدمات، امنیت او انتقالول یې شامل دي، په غاړه اخیستي دي.
مخکې تر دې د امریکا سفارت ویلي وو چې دغه افغانان په هغو تاسیساتو کې اوسیږي چې د افغانانو د انتقالولو له پاره د بهرنیو چارو وزارت د همغږي کوونکي دفتر له خوا اداره کیږي.
فیلیپین ویلي دي چې دغه افغانان نه شي کولی چې تر ۵۹ ورځو ډیر په فیلیپین کې پاتې شي او د امریکا سفارت ته له تللو پرته اجازه نه لري چې خپل د اوسیدو ځای له ساحې څخه ووځي.
ویل شوي چې ټولو دغو غوښتنلیک وړاندې کوونکو خپل روغتیایي معاېنات په افغانستان کې ترسره کړي دي.
له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو او د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې د طالبانو واک ته له رسیدو وروسته لسګونو زره افغانان له دغه هیواد څخه ووتل.
ډیر شمیر افغانان چې له امریکایي ځواکونو او ادارو سره یې کار کړی و د امریکا د مهاجرت د ځانګړي ویزې له پروګرام څخه په استفادې دغه هیواد ته لاړل، خو زرګونه نور غوښتنلیک وړاندې کوونکي بیا لا تر اوسه په افغانستان یا یو دریم هیواد کې پاتي دي.