رپوټ: د بندیانو د تبادلې په هکله د طالبانو او امریکا مذاکرات
۱۴۰۳ دی ۱۹, چهارشنبهد وال سټریټ ژورنال امریکایي ورځپانې رپوټ ورکړی دی چې جو بایډن د ګوانتانامو د لږ تر لږه یوه بندي د ازادولو په بدل کې په افغانستان کې د نیول شوو درو تنو امریکایانو د خوشې کولو له پاره له طالبانو سره په مذاکره کې دی.
ویل شوي چې دګوانتانامو دغه بندي د القاعده شبکې له پخواني وژل شوي مشر اسامه بن لادن سره په ارتباط درلودلو تورن دی. د سپينې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې رپوټ په هکله د رویټرز پوښتنه نه ده ځواب کړې او د طالبانو ادارې هم په دې اړه کومه نوې خبره نه ده کړې.
خو طالبانو تیر کال تاییده کړې وه چې د بندیانو د تبادلې په هکله یې له امریکا سره خبرې کړي دي.
د جو بایډن حکومت د درو امریکایي اتباعو رایان کوربت، جورج ګلیزمن او محمود حبیبي د خوشې کولو هڅه کوي چې په ۲۰۲۲م کال کې د طالبانو له خوا نیول شوي ول.
وال سټریټ ژورنال رپوټ ورکړی دی چې د متحده ایالاتو حکومت غواړي چې دغه امریکایي اتباع د ګوانتانامو له زندان څخه د محمد رحیم الافغاني د خوشې کولو په بدل کې ازاد کړي.
کوربت او حبیبي د طالبانو له خوا د واک له نیول کیدو یو کال وروسته د ۲۰۲۲م کال په اګست کې په جلا پيښو کې نیول شوي ول. ګلیزمن وروسته په همدې کال هغه وخت نیول شوی و چې د توریست په توګه یې له افغانستان څخه لیدنه کوله.
محمد رحیم الافغاني بیا د افغانستان تبع دی چې د القاعده شبکې د یوه لوړپوړي عامل په توګه توصیف شوی چې په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو سازمان (سي آی ای) له بند څخه ګوانتانامو ته انتقال شوی و.
وال سټریټ ژورنال د هغو سرچینو په حواله چې تیره میاشت یې د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو چارو کمیټې او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د سلاکار په محرمانه غونډه کې حضور درلود ویلي دي چې دغه مذاکرات د جولای میاشتې راهیسې جریان لري.
دغه رپوټ وروسته له هغې خپریږي چې د جو بایډن حکومت د دوشنبې په ورځ ۱۱ یمني بندیان له ګوانتانامو زندان څخه عمان ته انتقال کړل.