جنوبي کوريا؛ د الوتکې حادثه کې نژدې ټول سپرلي مړه شوي
۱۴۰۳ دی ۹, یکشنبهپه سر کې رپوټونو کې د مړو شمېر ۱۲۰ او بیا ۱۵۱ وښودل شو. چارواکو یوازې د دوو کسانو ژغورل چې د الوتکې عمله دي، تائید کړي.
غورځېدلې الوتکه د ججو ایر په نوم ښودل شوې ده. د جنوبي کوریاد اوروژنې ادارې د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د دسمبر ۲۹مه) وويل چې د دغې الوتکې د سقوط په پېښه کې د مړو شمیر ۱۵۱ ته لوړ شوی دی. چارواکو ويلي چې یوازې دوه کسان ژغورل شوي او ظاهرا د نور د ژغورنې له پاره هېلې ختمې شوي دي.
د اوروژنې ملي ادارې په يوه اعلامیه کې ويلي دي: «تر اوسه دوه کسان ژغورل شوي او د ۱۵۱ کسانو مړينه تائيد شوې ده.» په اعلامېه کې زیاته شوې چې د ژغورنې عملیات ادامه لري په داسې حال کې چې د موان نړېوال هوايي ډګر مخې ته چېرته چې دغه پېښه په کې شوې، د قربانیانو کورنۍ او خپلوان راټول شوي دي.
د جنوبي کوریا د ترانسپورت وزارت وايي پېښه سره مخ شوې الوتکه یوه ۱۵ کلنه بوینګ ۷۳۷-۸۰۰ وه. دغه وزارت وايي په اور کې مړه شوو کسانو کې ۸۳ ښځې او ۸۰ نارینه دي او د یوولسو نور جنسیت په سملاسي توګه نه دی روښانه.
ورته نور: د آذربايجان يوې مسافر وړونکي الوتکي په قزاقستان کې سقوط کړی
د اطفائيې ادارې ويلي شاوخوا ۱۵۶۰ اوروژونکي، پولیس، سرتيري او چاروکي د پېښې ځای ته استول شوي دي.
د جنوبي کوریا د اطفائيې ادارې وویل چې دغې الوتکې له خلاصو ټایرونو پرته د موان نړېوال هوايي شرکت پر رن وې ناسته وکړه چې بیا له رن وې منحرف او له یوه دېوال سره له ټکر کېدو سره سم ېې اور واخیست.
د جنوبي کوریا د ترانسپورټ وزات ویلي چې د جیجو ایر (7C2216) د ټایلند له پلازمينې بنکاک څخه پرواز کړی و چې په کې ۱۸۱ کسان سپاره ول. سرچينې ويلي چې دغې الوتکې په ځایي وخت د سهار له ۹ بجو (ګرینویچ ۰۰:۰۰) لږ وروسته د جنوبي کوریا په جنوب کې د ناستې هڅه وکړه چې له پېښې سره مخ شوه.
ورته نور: امريکايي ځواکونو «په تېروتنه» کې خپله جنګي الوتکه ويشتلې ده
دغه وزارت ويلي چې دا د تېرو درو لسیزو په جریان کې په جنوبي کوریا کې د الوتکې د سقوط تر ټولو وژونکې پېښه ده.
د موان نړیوال هوايي ډګر د اطفائي مشر، لي یونګ-هیون، په یوه لنډه خبري وینا کې وويل چې د الوتکې د خدمې له ډلې یو نارینه او یوه ښځه ژغورل شوي. ژغورل شوي کسان روغتون ته رسول شوي دي او وضعیت ېې ډاډمن ښودل شوی. لي وویل چې په الوتکه کې لګېدلی اور د ماسپښین په یوه بجه مړ شو.
یونهاپ خبري آژانس مخکې د چارواکو له قوله ويلي وو چې داسې انګېرل کيږي چې د الوتکې شپږ تنه عمله او ۱۷۵ مساپر ټول مړه شوي دي.
د الوتکې د ټکر او اور اخیستلو ويډيوګانې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوي دي.
آیا الوتکې له مارغانو سره ټکر کړی؟
د پېښې په هکله تحقیقات پیل شوي، خو چارواکي ګمان کوي چې په احتمال سره پېښه د مارغانو سره د ټکر او د خرابې هوا له کبله رامنځ ته شوي وي. په خپرو شوو ويډيوګانو کې ښکاري چې الوتکه پر ځغاستليکه له خلاصو ټيرونو پرته کوزيږي او د رنوې پر سر په تېز سرعت په داسې حال کې چې لوگی هم جوړوي ښويږي چې په نهایت کې له یوه دېوال سره ټکر کیږي او اور اخلي.
آیا رن وې لنډه وه؟ یو چارواکي د دې پوښتنې په ځواب کې وويل چې داسې نه ښکاری چې دا دې عامل کوم فکتور وي. دغه چارواکي وويل چې رن وې ۲۸۰۰ متره اوږده ده چې ورته سایز الوتکې پرې له کومې پېښې پرته پروازونه کړي او کوي.
په هوا کې د پرواز پر مهال له مارغانو سره د الوتکې ټکر خطرناک دی. د نړۍ په سطحه د الوتکو د سقوط يو شمیر وژونکې پېښې مارغانو سره د الوتکې د ټکر له کبله رامنځ ته شوي دي.
د ملکي هوايي چلند نړېوال سازمان ((ICAO) وايي په هوا کې د پرواز پر مهال له مارغانو سره د الوتکې ټکر د الوتکې امنیت ته خطر جوړولای شي، په ځانګړې توګه جیت الوتکې په داسې حالت کې که چېرته مارغان د الوتکې د هوا ماشين په ورودي برخه کې دننه شي.
له آرشیف څخه: