امريکا د ګوانتانامو له زندانه ۱۱ يمني بندیان آزاد کړي
۱۴۰۳ دی ۱۸, سهشنبهامريکا متحده ایالاتو د کیوبا په ګوانتانامو بی کې له خپلې لانجمنې پوځي اډې څخه د يمن ۱۱ اتباع آزاد کړي دي چې له دوو لسیزو هم اوږدې مودې راهېسې په دغه اډه کې له کوم تور پرته زندانيان ول.
د امريکا د دفاع وزارت يا پنتاګون دوشنبه ناوخته اعلان وکړ چې دا ۱۱ کسان یې عمان ته انتقال کړي دي. د ولسمشر جو بايدن اداره په خپلو وروستيو اونیو کې د هغو زندانيانو چې تورن شوي نه وي، پر آزادولو ټینګار کوي او دا ګام هم د همدې لړۍ يوه کړۍ ده.
د پنتاګون له خوا ويل شوي: «د امريکا حکومت د عمان او خپلو نورو شريکانو له لوري د هغه چمتووالي ستاينه کوي چې امريکا یې د ګوانتنامو زندان د نفوس په بامسئوليته توګه د کمولو او بالاخره د دغه زندان د بندولو له پاره کوي.»
اړونده موضوع: په ګوانتانامو زندان کې د وروستي افغان بندي د آزادولو غوښتنه
په امريکا کې د اساسي قانون اړوندو حقونو يوې ادارې په حواله په آزادو کړل شويو کسانو کې شقاوي الحاج، هم شامل دی چې ۲۱ کاله پرته د کوم تور د زنداني کيدو پر ضد یې د احتجاج په توګه د نه خوړولو اعتصابونه هم کړي ول. نوموړی دوه کاله د توقيف په ترڅ کې سخت شکنجه شوی وو.
تېره اونۍ هم امريکا له ګوانتانامو څخه تيونس ته د يوه زنداني د استولو اعلان کړی وو. د يولسو یمني زندانیانو له آزدولو سره به د ګوانتنامو په زندان کې يوازې ۱۵ کسان پاتې شي.
پرته له کوم تور څخه شل کاله زندان او توقيف
د ګوانتانامو زندان د امريکا د پخواني ولسمشر جارج بوش، د ولسمشرۍ په دوره کې جوړ شوی وو. له جوړولو څخه یې هدف دا وه چې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې نیټې تر بريدونو وروسته د امريکا د «ترهګرۍ ضد جګړې» په ترڅ کې نيول شوي کسان دلته وساتل شي.
د بشري حقونو د ټولنو په حواله په دې نوم بدي توقيف ځای کې يو وخت څه نا څه ۷۰۰ زياتره مسلمانو نارينه وو احتمالاً په وحشيانه وضعيت کې شپې او ورځې سبا کولې.
اړونده موضوع: م.م: امریکا دې د ګوانتنامو له زندانیانو بښنه وغواړي
ولسمشر جو بايدن، چې د ولسمشرۍ دورې پای ته یې يوازې څو ورځې پاته دي، په ۲۰۲۰م کال کې تر ټاکل کیدو د مخه د دې زندان د بندولو له پاره د هلو ځلو ژمنه کړې وه.
د امريکا نورو حکومتونو هم هڅه کړې وه چې دغه زندان وتړي خو پخپله دې هڅه کې کامياب شوي نه ول. دا هم ويل کیدل چې د ډېرو زندانیانو د بيرته ليږدولو له پاره د مناسبو هېوادونو د موندلو په ترڅ کې مشکلات موجود ول.
په ګوانتانامو کې پاتې زندانيان
په ګوانتانامو کې پاتې زياتره زندانيان له يمن سره تړاو لري، هغه هېواد چې د څو لسیزو تر جګړو وروسته پرې د ایران له ملاتړه برخمن حوثي یاغيان ولکه لري.
له پاتو ۱۵ زندانيانو څخه یې ۷ د سپتمبر د ۱۱مې په بریدونو کې د لاس درلودو له کبله په جنګي جرمونو تورن شوي. په پاتې اتو کسانو کې دوه تنه مجرم بلل شوي او جزا هم ورکړل شوې ده، خو پر شپږو تنو هیڅ ډول تور نه دی لګول شوی.