امریکا اواروپايي ټولني په روسیه کي ډله ایزه نیونه غندلې ده
۱۳۹۹ بهمن ۵, یکشنبهد امریکا متحده ایالاتو د خارجه وزارت نوي ویاند ، نېد پرایس ویلي دي، چي هیواد یې په وضاحت سره پرون د مظاهره کونکو او ژورنالسټانو په مقابل کي د امنیتي قواوو سخت رفتار غندي. هغه د روسي مقاماتو څخه غوښتنه وکړه، چي« ټوله هغه کسانه بیرته ازاد کړي، چي د خپلو اساسي حقوقو، یعني مظاهره کولو او د بیان حق څخه یې استفاده کړې ده.»
د ویاند په خبره، د امریکا متحده ایالاتو حکومت سربیره پردې د «الکسي نوالني د ژرتر ژره ازادیدو»غوښتنه هم کوي. همدارنګه باید روسیه پردغه مهم سیاستمداره باندي د زهري موادو د استعمال په هکله بین المللي تحقیقاتو کي پوره همکاري وکړي او په خپل هیواد کي د کیمیاوي وسلو داستعمال موضوع په صداقت سره تشریح کړي.
د بلي خوا بیا د اروپا د اتحادیې د خارجي مسایلو نماینده، جوزیف بوریل په خپل تویتر کي «ډله ایز بندیګرت او زور استعمال» غندلی دی. هغه اعلان وکړ، چي د دغي اتحادیې خارجه وزیران به سبا دوشنبه(د جنورۍ ۲۵ مه) د روسیې په مقابل کي د یوه بل اقدام په هکله سره سلا مشورې وکړي.
د بریتانیې خارجه وزیر، دومنیک راب هم د سوله ایزو مظاهره کونکو او ژورنالسټانو په مقابل کي د تشدد او زور استعمال غندلی دی. د بخښني بین المللي سازمان، امنسټي انترنیشنل ویلي دي، چي ډیر«سوله ایز» او ځوان مظاهره کونکي په ډیر ظلم سره وهل سوي او بندیان سوي دي.
په ټوله روسیه کي بې مثاله مظاهرې
په ټوله روسیه کي په بې مثاله ډول سره په لسهاوو زرو کسانو د کرملین د منتقد، الکسي نوالني د ازادیدو او جمهورریس ، پوتین پرضد مظاهرې وکړې.
یوازي په مسکو کي حداقل ۴۰۰۰۰ کسانو په دغو مظاهرو کي برخه واخیسته. د مسکو د داخله وزارت په خبره بیا په دغو مظاهرو کي یوازي ۴۰۰۰ کسانو برخه اخیستې وه. د روسیې په نورو ښارو کي کي هم په زرونو کسانو په مظاهرو لاس پوري کړی ؤ.
د پرون په مظاهرو کي په ټوله روسیه کي حداقل ۲۵۰۰ کسان بندیان سوي دي.
آ./م.ق./ا.ا.
زموږ د ارشیف څخه یو انڅوریز البوم: