واګنر ډلې په اوکراین کې د باخموت د نیولو ادعا کړې
۱۴۰۲ فروردین ۱۴, دوشنبهد واګنر یا اجیر عسکرو ملیشه ډلې مشر یوګنې پریګوژین چې کرملین ته ډیر نږدې دی، د دوشنبې په ورځ په تلګرام شبکه کې د یوه متن په خپرولو سره خبر ورکړی دی د باخموت ښار«له حقوقي نظره» د دغې ډلې تر کنترول لاندې دی او د دې ښار د اداري کنترول ودانۍ د روسي لاسته ولیدلې ده.
د باخموت ښار جګړه به څوک وګټي؟
په هغه ویډیو کې چې پریګوژین له دې پوست سره خپره کړې ده، لیدل کیږي چې نوموړی د روسیې بیرغ او د دغه هیواد د نظامي ویب بلاګر ولادن تاتارسکي، په یاد یوه لیکنه په لاس کې لري.
تاتارسکي د یکشنبې په ورځ د سن پترزبورګ ښار په یوه کافي يا قهوه خانه کې د چاودنې پر مهال ووژل شو. دغه کافي د پریګوژین پورې تعلق درلود.
زمونږ د یوټیوب شبکې سره یوځای شئ:
د واګنر ډلې مشر په دې ویډیو کې وایي چې د دغې ډلې د پوځي واحدونو قوماندانان به، چې د باخموت ښاروالۍ ودانۍ او د ښار ټول مرکز یې تر خپل کنترول لاندې راوستلی دی، دغه بیرغ نصب کړي.
پریګوژین د مارچ په ۲۰ نیټه ادعا کړې وه چې د باخموت ښار ۷۰ سلنه برخه یي تر خپل کنترول لاندې راوستلې ده او وروستی هدف به یې د دې ښار په بشپړ ډول آزادول وي.
مخکې تر دې اوکرایني پوځ اعلان کړی و چې د باخموت ښار اوس هم د دوی په کنترول کې دی. د اوکرایني پوځ مشر د پریګوژین تر اعلامیې څو ساعته مخکې په فیسبوک کې لیکلي و: «د دښمن ځواکونو پر باخموت بریدونو ته دوام ورکړی دی، خو سره له دې هم اوکرایني مدافعین د دښمن د ډیر شمیر بریدونو په مخنیوي کولو سره، په زړورتیا سره د ښار کنترول په خپل لاس کې لري.»
د اوکراین د دفاع وزیر مرستیال د باخموت وضعیت په متشنج بللو سره ویلي دي چې مسکو د دې ښار د نیولو له پاره نه یوازې د واګنر مزدوران په خدمت نیولي، بلکې «د مسلکي پراشوت بازانو واحدونه» یې هم په سیمه کې ځای پرځای کړي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د یکشنبې په ماښام په یوه ویډیویې پيغام کې له اوکرایني سرتیرو څخه په مننې کولو سره په ځانګړي توګه په باخموت کې له دې ښار څخه د دفاع کولو وضعیت «ستونزمن» وباله.
زیلنسکي وویل چې پر باخموت سربیره په آودیئیفکا او مارئینکا چې [دغه دواړه ښارونه په دونتسک ایالت کې واقع دي] وضعیت ترینګلی دی، خو سره له دې هم هغه ډاډ ورکړ چې د اوکراین به ټولې دغه سیمې بیرته ونیسي.
د اوکراین ولسمشر هیله څرګنده کړه «داسې ورځ راتلونکې ده چې ووایو وروستی اشغالګر هم تښتیدلی دی او یا هم د دونیڅک، لوهانسک، خرسون او یا سویل کې وژل شوی دی. په هغه ورځ به کریمیا هم آزاد او امن وي.»
فنلنډ اوکراین ته د «لیوپارد۲» ټانکونو پر لیږلو فکر کوي
د باخموت د نیولو له پاره د مسکو هڅې په اوکراین کې د جګړې د پيل راهیسې د روسیې تر ټولو اوږده جکړه وه. باخموت چې تر جګړې مخکې یې ۷۰ زره اوسیدونکي درلودل، په تیرو میاشتو کې د دواړو خوا له لورې د شدیدې جګړې له امله ډیر سخت ویجاړ شوی او اوسیدونکي يي له سیمې وتلي دي.
زمونږ د فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:
دا ښار چې د دونباس په صنعتي سیمه کې موقعیت لري او د تیرو میاشتو په جګړو کې په شدید ډول زیانمن شوی دی د روسیې او اوکراین له پاره یې ډیر اهمیت پیدا کړی دی.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص