د پاریس ۲۰۲۴ المپيک د پرانيستنې په ورځ څه وشول؟
د پاریس ۲۰۲۴ المپیک سیالۍ د جولای په ۲۶مه په افتتاحيه مراسمو سره پيل شوې. د امنیت له پاره په لسونو زره ځواکونه ګمارل شوي. هم مهاله د اورګاډي پر پټلۍ د یو برید رپوټ ورکړل شوی. دلته د جمعې ورځې د مراسمو انځورونه کتلی شئ.
د پاریس د دوبي ۲۰۲۴ المپیک
په پاریس کې د ۲۰۲۴ دوبي المپیک سيالۍ د جولاي په ۲۶مه پيل او د اګست په ۱۱مه به پای ته رسیږي.
د المپیک بيرغ
په دغه انځور کې یوه ښځه په متفاوت لباس ېې پر تن دي د پاریس په تروکاديرو میدان کې د المپیک بیرغ لېږدوي.
زیدان او د المپیک مشعل
د فوټبال نامتو فرانسوي لوبغاړی زین الدین زیدان په افتتاحيه مراسمو کې د المپیک مشعل ليږدوي
ایفل برج
د پاریس ایفل برج د افتتاحيه مراسمو پر مهال په څراغونو او د المپیک پر نښان ډیزاین شوی وو.
ډول ډول نمایشونه
په شخ پړي ګرځېدونکی یو ځوان هم د المپیک سيالیو په افتتاحیه کې د ایفل برج مخې ته په پړي د ګرځيدو او جالبو حرکاتو سره خپل حيرانونکي نمایشات وښودل.
اسرائيل
د پاریس المپیک ته ورغلي اسرائيلي لوبغاړي د پریټ پر مهال
د سن سیند
د جولای په ۲۶مه د پاریس سن سیند د مختلفو هنري نمایشونو شاهد وو په داسې حال کې چې په کشتيو کې د مختلفو هېوادونو لوبغاړي په پریت کې تېرېدل.
دو آستر لتز پل
د جون په ۲۶مه د پاریس ښار په منځ کې د بهیدونکي سن سيند، دوه غاړې او پر سر ېې پلونه هم د ښادیو مراسمو ډګ ول. په دغه انځور کې د دو آستر لتز پله په سره د فرانسې د بيرغ په رنګونو د لوګيو نمایشات ليدل کيږي.
د سن سیند او لوبغاړي
د المپیک د پرانیستنې په مراسمو کې یو هم د سن سيند دوره وه. د مختلفو هېوادونو لوبغاړي د خپل هېواد له بيرغونو سره په کشتیو کې تېرېدل.
ليډي ګاګا
امريکايي وتلې سندرغاړې ليدي ګاګا هم د پاریس ۲۰۲۴ المپیک ته ورغلې چې د جولای په ۲۶مه ېې د سن سیند په غاړه د مراسمو د افتتاح پر مهال سندرې ووېلې
فرانسه
په دغه انځور کې فرانسوي لوبغاړي د المپيک د پرانیستې په مراسمو کې د کښتيو په پریت کې ليدل کيږي.
بلجیم
په دغه انځور کې بلجيمي لوبغاړي د پاریس په سن سیند کې د پریت پر مهال ليدل کیږي. د جمعې ورځې د پیل مراسم په باراني هوا کې ول.
آلمان
د پاریس ۲۰۲۴ المپیک سیالیو ته ورغلي آلماني لوبغاړي چې د افتتاحيه مراسمو پر مهال د خپل هېواد بيرغونه ېې په لاس کې نيولي دي.
آلمان
د آلماني لوبغاړو کشتۍ
افغانستان
له افغانستان څخه د پاریس په المپیک کې شپږ لوبغاړي حضور لري چې له ډلې ېوه د ځغاستې په رشته کې کيمیا یوسفي ده. انځور له آرشیف څخه
سعودي عربستان
د سعودي عربستان د لوبغاړو ډله چې د پرانیستې په مراسمو کې ېې له خپلو دودیزو جامو سره برخه اخیستې ده.
هندوستان
په دغه انځور کې په کشتۍ کې سپاره ګڼ شمېر هندي لوبغاړي ليدل کيږي چې د سن سیند په پریت کې د خپل هېواد له بیرغ سره تېريږي.
اوکراین
د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زيلنسکي خوښې ښودلې چې د جګړې باوجود ېې د هیواد ورزشکاران د فرانسې ۲۰۲۴ المپیک کې برخه اخلي. په انځور کې اوکراینی لوبغاړي دي.
کاناډا
په دې انځور کې کاناډايي لوبغاړي ليدل کيږي.
سخت امنيتي تدابير
فرانسې د المپیک د امنیت له پاره ۴۵زره پولیس او ۱۰زره د پوځ عسکر په دندو ګمارلي دي.
د هرکلي مراسم
د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون له خپلې مېرمنې بريژيت ماکرون سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پاریس ته د هېوادونو د ورغلو رهبرانو او مشرانو هرکلي ته ولاړ دی.
د المپيک او د کوربه هېواد مشران
د المپیک کميټي مشر توماس بخ (ښي لور) د فرانسې له ولسمشر امانويل ماکرون سره د جمعې په ورځ د المپیک سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې.
شولڅ او ماکرون له خپلو مېرمنو سره
له کيڼ ښي پر لور: د فرانسې ولسمشر، امانویل ماکرون، د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، د شولڅ مېرمن بريتا ایرنست او د فرانسې د ولسمشر مېرمن بريژيت ماکرون تر ستړې مشې وروسته د انځور اخیستنې پر مهال.
د اورګاډي پر شبکې د برید خبر
د المپيک د افتتاحیه مراسمو سره سم د فرانسې د چټک سرعت لرونکو اورګاډو پر شبکې د برید خبرونه هم ورکړل. چارواکو ويلي چې برید سره د اورګاډو په تګ راتګ او مسيرونو کې یو څه ګډوډي رامنځ ته شوي او دوی تحقیقات کوي.