1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین ولې د تقاعد عمر زیاتول غواړي؟

۱۴۰۳ مرداد ۲۱, یکشنبه

د چین حکومت د مخ په زیاتیدونکي زړو نفوس او د کاري ځواک کمېدو ته په پام سره د تقاعد عمر کې تدریجي زیاتوالی اعلان کړ.

https://p.dw.com/p/4jLYL

د تقاعد د قانون له مخې خلک به دا اختیار ولري چې د تقاعد عمر لوړوالي لپاره خپله رایه وکاروي.په چين کې د تقاعد اوسنی عمر د نورو هېوادونو په پرتله نسبتاً کم دی. د چين زياتره ولايتونه لا دمخه د تقاعد د بوديجې له کمښت سره مخامخ دي چې علتونه یې هم په ټوليزه توګه د ډېر عمر لرونکو وګړو د نفوسو زياتوالي او په کم عمر کې تقاعد دی.

د ټولنپوهانو په خبره چې دغه قانون ته په عاجله توګه اړتيا ده، ځکه چې په چين کې د زړو خلکو د ژوند د عمر توقع ١٩٦٠ کال کې له ٤١ کلونو څخه تر ٢٠٢١ کال کې

٧٨ کلونو ته لوړ شوى، چې د امريکا د متحده ايالاتو په پرتله زيات شوى دى او د دې احتمال هم شته چې تر ۲۰۵۰ کال پورې د عمر دا توقع ۸۰ کلونو ته ورسیږي.خو له دې سره سره په ۲۰۲۳ کال کې په چین کې د ماشومانو د زیږون کچه په پرله پسې توګه د دوهم کال لپاره کمه شوې ده.

په چین کې تیره یکشنبه د دغه نوې پالیسۍ اعلان وشو چې پکې د ډېر عمر لرونکو د نفوس زیاتوالی او د زیږون کموالي سره د مبارزې موارد شامل دي.

چینايي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د دغه پالیسۍ پلي کول به تر ۲۰۲۹ کال پورې په احتیاط او څو پړاوونو کې بشپړ شي.

په دغه هېواد کې د تقاعد اوسنی عمر د نارینه وو لپاره ۶۰  کاله دی چې د ډېرو پرمختللو هېوادونو په پرتله له پنځو څخه تر شپږو کلونو کم دی. په دفتري دندو کې د ښځو لپاره د تقاعد عمر ۵۵ کاله دی، په داسې حال کې چې د دولتي کاریګرو یا په فابریکرو کې کارکوونکو ښځو لپاره دا عمر۵۰ کاله دی.
په تیرو څو کلونو کې پالیسي جوړونکو څو څو ځله د تقاعد عمر لوړولو اراده څرګنده کړې، مګر دا بدلون به لومړی ځل وي چې کارمندان به پخپله پریکړه وکړي چې څومره وخت غواړي کار ته دوام ورکړي.
په چین کې روغتیایی چارواکي اټکل کوي چې تر ۲۰۳۵م کال پورې به په دغه هېواد کې د ۶۰ کلونو څخه پورته عمر لرونکو خلکو شمیر له ۲۸۰ میلیونو څخه ۴۰۰ میلیون ته لوړ شي.په چین کې د زړو وګړو دا شمېر به د انګلستان او متحده ایالاتو د اوسني ټول نفوس سره مساوي وي.

د تقاعد بحراني سیستم

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام « یو این ډي پي» لوړپوړی سلاکار مایکل هرمن وايي، د نفوسو د ډېرېدو او د کاري ځواک د کمېدو له کبله ډېرو هېوادونو

د تقاعد عمر لوړ کړی دی.

هغه د چين د تګلارې په اړه په غبرګون کې وويل چې دا يو مناسب سياست دی او بايد په انعطاف منونکي ډول پلی شي.

نوموړي دا هم ویلي چې کارمندان باید فرصت ولري چې نیم وخت کار وکړي، له کور څخه کار وکړي او یا هم په ځانګړو پروژو کې کار وکړي.

د ډېر عمر لرونکو وګړو لپاره د کورنۍ مالي ملاتړ کمښت

په اوس وخت کې په چين کې د هر متقاعد کس تقاعد د پنځو کارکوونکو د ونډې له لارې ورکول کېږي.دا تناسب د تیرې لسیزې په پرتله نیمایي ته راټیټ شوی. د اوسني رجحان له مخې، دا تناسب به تر ۲۰۳۰ کال پورې ۱:۴ او بیا تر ۲۰۵۰ کال پورې ۱:۲ وي.د اقتصادي چارو شنونکي هم د تقاعد اوسنی سیستم بې ثباته بولي او د اصلاحاتو پر اړتیا یې ټینګار کوي. د چین له ۳۱ ولایتونو څخه ۱۱ یې لا له وړاندې د تقاعد بودیجې کسر لري.د چین د علومو اکاډمۍ وړاندوینه کړې چې دا سیسټم به تر ۲۰۳۵م پورې د پیسو ورکولو توان ونلري.