زيهوفر: له ايتاليا سره د مهاجرو د بيرته ليږد هوکړه نهايي شوې
۱۳۹۷ شهریور ۲۲, پنجشنبهد آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر، چې د انګلا مرکل د متحد ګوند «مسيحي سوسيال اتحاد» مشر هم دی، د چهار شنبې ورځې په پارلماني غونډه کې وويل: «له ايتاليا سره توافق هم نهايي شوی دی».
زیهوفر زياته کړه چې دغه هوکړه ليک یوازې د هغه او د هغه د ايتالوي سيال ماتئو سالويني لاسليکونو ته اړتيا لري. د آلمان د کورنيو چارو وزير زیاته کړه: «په سفرونو کې د زيات لګښت د مخنيوي په موخه، موږ په خپلو کې اسناد تبادله کوو.»
د هغه په وينا دغه بهير به څو ورځې ادامه ولري، خو زياته يې کړه چې «دا يو برياليتوب دی». د آلمان حکومت تر دې مخکې د مهاجرو د بيرته لیږد پر موضوع ورته دوه اړخيز توافقات له هسپانيا او يونان سره هم لاسليک کړي دي.
د دغو توافقاتو پراساس آلمان کولای شي هغه مهاجر چې آلمان ته تر داخليدو مخکې په دغو هيوادونو کې ثبت او راجستر شوي وي، بيرته واستوي. دغه اقدامات په اصل کې د دوبلين قانون له مخې ترسره کيږي. د دوبلين قانون حکم کوي چې پناه غوښتونکي بايد خپلې د پناه غوښتنې د اروپايي اتحاديې هغه غړي هيواد کې وړاندې کړي چې په لومړي ځل ورته داخل شوي وي.
دویچه وله / ع. ح /م. ک. ص
له آرشيف څخه د مهاجرت پر موضوع يو انځوريز البوم: