1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان اوکراين ته د عصري دافع هوا سيستم د ورکړې ژمنه وکړه

۱۴۰۱ خرداد ۱۱, چهارشنبه

آلمان او امريکا به اوکرايني ځواکونو ته د توغنديو عصري سیسټمونه او تجهیزات ورکړي. په دې منځ کې د لوهانسک په سيمه کې په داسې حال کې چې روسي عسکر د پرمختګ هڅه کوي، جګړو ډېر زور اخيستی دی.

https://p.dw.com/p/4C83z
Deutschland | Generaldebatte der Haushaltswoche im Bundestag
انځور: Markus Schreiber/AP/picture alliance

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ پارلمان ته په خپله وينا کې وويل چې آلمان به اوکراين ته د « IRIS-T» عصري دافع هوا سیسټم ورکړي. نوموړي وويل چې د دې سيسټمونو په مرسته به اوکراين په داسي يوه دريځ کې قرار ولري چې «يو بشپړ ستر ښار د روسیې له هوايي بريدونو وساتي.»

شولڅ دا ويلي دي چې آلمان هوډ لري چې اوکراين ته داسې رادار هم ورکړي چې «هوبیتس» توپخانه، هاوان او راکټونه موندلی شي.

شولڅ زياته کړې چې حکومت به یې ښايي له امريکا متحده ايالاتو سره په جوخته همکارۍ څو راکټ لانچرونه هم اوکراين ته ورکړي.

د آلمان خبري آژانس په حواله په برلين کې حکومت پلان لري چې څلور راکټ لانچرې اوکراين ته واستوي. ويل شوي دي د دغه سيسټم د کارولو له پاره به امريکايي روزونکي اوکراينيان وروزي.

د اوکراين پوځ په دې منځ کې ويلي دي چې په دې وروستیو کې د سيورودونيڅک په کوڅو کې جګړې په داسې حال کې جګړې زرو اخيستی دی چې روسي ځواکونه د دغه ستراتيژيک ښار د نيولو له پاره پرمختګ کوي.

د اوکراین د دفاع وزارت د استخباراتي معلوماتو په حواله ويلي دي: «زموږ نيم ښار اوس د روسي ځواکونو په کنترول کې دی چې چينچن جنګيالي هم ورسره مل دي.»

له اروپايي ټولنې څخه د زيلنسکي مننه

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زیلنسکي له اروپايي ټولنې څخه پر روسیې د بندیزونو له کبله د مننې ترڅنګ يووار بيا پر دغه هيواد د اروپايي ټولنې د بندیزونو د اومې بستې د عملي کولو غوښتنه وکړه او روسيه یې يو «ترهګر دولت» وباله.

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي له اروپايي ټولنې څخه د روسیې پر وړاندې د بندیزونو د شپږمې بستې د عملي کولو له کبله مننه وکړه.

زيلنسکي وويل چې د بندیزونو د شپږمې بستې د شرائطو تر عملي کيدو وروسته به اوومې بستې ته هم اړتيا وي. هغه زياته کړه: «په پای کې باید ټولې آزادي نړۍ او ترهګر دولت ترمنځ هيڅ د پام وړ اقتصادي اړيکي بايد موجودې نه وي.»

Ukraine, Präsident Selenskyj
انځور: Markus Schreiber/AP Photo/picture alliance

د اوکراين ولسمشر وويل چې روسیه د اروپايي ټولنې د تېلو د جزوي بندیز له کبله «په لسونو ميلياردو يورو» بايلي. هغه وويل چې د تېلو پر صادراتو بشپړ بندیز به د اروپايي ټولنې له هيوادونو سره بيا نوې کيدونکي انرژۍ ته د اوښتو په برخه کې مرسته وکړي.

د روسیې اتومي ځواکونه تمرينونه

د انترفکس خبري آژانس د روسیې د دفاع وزارت په حواله خبر ورکړی دی چې د روسیې اتومي ځواکونه د مسکو په شمال ختيځ ايوانوو سيمه کې تمرینونه ترسره کوي.

وزارت ويلي دي چې په دې تمرينونو کې څه نا څه ۱۰۰۰ عسکر له ۱۰۰۰ پوځي نقليه وسيلو سره برخه اخلي.

يونيسف: د اوکراين ۵ ميلیونه ماشومان بشري مرستې ته اړتيا لري

د ماشومانو د مرستې ادارې يونيسف په حواله د اوکراين تر ۵ میليونه ډېر ماشومان بشري مرستو ته اړتيا لري. په اوکراين کې دننه څه نا څه ۳ ميلیونه او له اوکراين څخه دباندې ۲،۲ ميلیونه هغه ماشومان چې تېښتې ته اړ شوی دي، مرسته ته اړتيا لري.

يونيسف ويلي دي چې لږ تر لږه ۲۶۲ ماشومان د جګړې له پېل راهيسې وژل شوي دي او په سونو ښوونځي زيانمن شوي دي.

د يونيسف مشرې کاترين روسل په اوکراين، روسیه او نورو هيوادونو کې د جون پر لومړۍ نېټه د ماشومانو ورځې ته په اشارې سره وويل: «د دې پر ځای چې لمانځنې ولرو، موږ د جون درېمې نېټې ته نزدې يو چې د جګړې د پېل سلمه ورځ ده، هغه جګړه چې د ميليونو ماشومانو ژوند یې ګډوډ کړ.»

هغې وويل: «بې له يوه بيړني اوربند او سولې له خبرو به د ماشومانو ځوريدنه دوام ولري او د جګړې پايله به په ټوله نړۍ کې زيان منونکي ماشومان اغیزمن کړي.»

بايدن: امريکا به اوکراين ته «عصري توغندیز سیسټمونه» واستوي

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايدن ويلي دي چې واشنګټن به اوکراين ته «د توغنديو پرمختللي سیسټمونه» واستوي څو پرې «کليدي هدفونه» ښکار کړي.

دغه عصري سیسټمونه د ۷۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د وسلو د مرستې د هغې بستې برخه ده چې انتظار کيږي د چهار شبنې په ورځ به معرفي شي.

چارواکو ويلي دي چې په دغه بسته کې تجهیزات، د توغنديز يرغل ضد رادار، د هوا له لارې څارونکي يو شمير رادارونه، اضافي ټانک ضد توغندي او توپخانې ضد وسلې شاملې وي.

روسیې پر هالند ګاز بند کړی دی

په دې منځ کې پرون سه شنبه د روسیې د انرژۍ شرکت ګازپروم ويلي دي  چې هالند ته یې تر هغه وروسته د ګازو ليږد درولی چې دغه هيواد تېلو بيه د روسیې په پولې واحد روبل کې نه وو پرې کړې.

Russland, Moskau | Gazprom Ölraffinerie
انځور: Natalia Kolesnikova/AFP/Getty Images

د روسیې د انرژۍ ستر شرکت ګازپروم پرون سې شنبه ويلي دي چې د هالند د ګازو د « GasTerra » شرکت ته د ګازو ليږد په بشپړه توګه تر هغه وروسته درولی دی چې دغه شرکت په اپرپل میاشت کې د صادرو شويو تېلو بيه نه ده پرې کړې.

د ګازپروم له خوا په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې د ګازو بيه بايد د «ګازو په بدل کې د روبل» له طرحې سره سم لکه ولسمشر ولاديمير پوتین چې یې لارښوونه کړې ده، ورکړل شي.

د « GasTerra» په نوم د هالند د انرژۍ نيمه دولتي شرکت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا خبره تائید کړې ده: «ګازپروم «ګازتيرا» ته د ګازو ليږد په روبل د بيې نه ورکولو له کبله په بشپړه توګه درولی دی.»

هالند د هغو اروپايي هيوادونو په نوملړ کې تازه ورشامل شوی دی چې روسیې پرې ګاز درولی دی. د می میاشتې په سر کې فنلند ته د ګازو ليږد درېدلی وو. تر دې د مخه روسیې بلغاريا او پولند ته هم د ګازو انتقال متوقف کړی وو.

په دې منځ کې د دنمارک د انرژۍ يوه ستر شرکت هم ويلي دي چې په روبل د بیې نه ورکولو له کبله روسيه پر دغه هيواد هم ګاز بندوي. د دنمارک د انرژۍ «اورستېد» شرکت له خوا ويل شوي چې دوی به پر بندیز سربیره هم د خپلو مشتريانو د اړتيا پوره کولو وړتيا ولري.

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, dpa, Reuters)