«آلمان له مهاجرت سره تړلې ترهگرۍ سره ستونزه لري»
۱۴۰۳ شهریور ۱۲, دوشنبهد جرمني له مسیحي ډیموکراټ گوند (CDU) څخه د هیسن ایالت صدراعظم بوریس راین، نوموړي هیواد ته د مهاجرت او ترهگرۍ ترمنځ مستقیمه اړیکه ویني.
راین وویل: «آلمان د مهاجرت په برخه کي د ترهگرۍ له ستونزي سره مخامخ کیږي او پر وړاندي باید ايتلافي حکومت غبرگون وښیی.» پریکړنده پوښتنه به داوي: «موږ به څرنگه په مشخص ډول د دي غم وخورو چي لږ کسان مو هيواد ته راسي؟»
د جرمني د مسیحي دیموکراټ گوند د پارلماني څانگې مرستیال ینس شپان، ائتلافي حکومت ته د سه شنبه په ورځ د ایالتونو او ښارونو ترمنځ پلان سوو خبرو اترو له ناکامیدو څخه خبرداری ورکړ. شپان د یکشنبې په ماښام د Welt TV په نوم ټلویزیوني چینل کي انتقاد وکړ چي: «اصلي ستونزه »آلمان ته د غیر قانوني مهاجرتونو لویې شمیرې دي. خو د دغې سرمشریزې په کاغذونو کي د «حدود» یا « سرحد» کلمې موجودي نه وې.»
شپان وویل: «که د سې شنبې په ورځ د مهاجرت په هکله سرمشریزه کي یوازي د هغه څه په هکله چي تیره اونۍ د حکومت له خوا وړاندیز سوي، خبري ترسره سي، بیا نو ددې اړتیا نسته چي یو له بل سره ووینو. بیا نو ائتلافي حکومت کولای سي د آلمان په پارلمان کي له خپل اکثریت سره هر څه تصویب کړي.»
ائتلافي حکومت د پنجشنبه په ورځ، څه ناڅه یوه اونۍ مخکي په زولینگین کي د ترهگرۍ د پیښي په جواب کي د «یوې امنیتي بستې» په هکله موافقه وکړه. په هغې کي د پناه غوښتني د قوانینو سختول، پر چړو باندي پراخ بندیزونه او امنیتي چارواکو ته د لا زیاتو واکونو ورکول شامل دي.
حکومت غواړي د هغو پناه غوښتونکو له پاره چي د اروپايي ټولني نور هیوادونه یې مسئول دي، په بشپړ ډول اجتماعي مرستي لغوه کړي.
راین، د دوشنبې د ورځي د فونکه په نوم د رسنیو د ډلې په ورځپاڼو کي د «مهاجرت په پالیسۍ کي د بدلون» غوښتنه وکړه. د هغه په خبره: «حکومت باید بلاخره په دې پیل وکړي چي په سرحدونو کي خلک رد کړي. له مجرمینو او خطر پیښوونکو څخه دي د تابعیت حق واخیستل سي.»
سربیره پردې نوموړي د ايتلافي گوندونو هغه دریځ چي، لا ډېر مبدأ هیوادونو دي د امن هیوادونو په توگه وپیژندل سي، د پناه غوښتنې بهیر دي په دریم هیواد کي عملي سي او افغانستان او سوریې ته دي خلک اخراج سي، یو وار بیا تکرار کړ.
GP/NZ/AG