آلمان پر اسرائيل د ایران د حملې په تړاو غونډه کوي
۱۴۰۳ فروردین ۲۶, یکشنبهبرلین دغه غونډه له ایران څخه پر اسرائيل د ایران د شنبې شپې مستقيمي پوځي حملې په تړاو ترسره کيږي.
د اسرائيل د پوځ یوه ویاند ويلي چې د ايران د شاوخوا ۳۰۰ جنګي ډرونونو، کروز او بالستيک توغنديو ۹۹ سلنه یې شنډ کړي او د جزوي زیان سبب ګرځيدلي دي.
ايران دغې حملې ته د «رېښتينې ژمنې» عملیاتو نوم ورکوي او دا ېې د سوريې په پلازمينه دمشق کې د اپريل په لومړۍ نيټه د ایران پر قونسلګرۍ د یوې هوايي حملې چې تهران ېې پړه پر اسرائيل وراچوي، په ځواب کې کړې ده.
د آلمان خبري آژانس وايي چې باور پر دې دی چې حمله دې اسرائيل کړې وي او اسرائيل ېې مسئوولیت نه دی رد کړی.
ايرانۍ ويب پاڼي، میزان، نن یکشنبه د اپریل ۱۴مه د ایران د مسلح ځواکونو د مشر، محمد باقري له قوله ليکلي چې د «رېښتني ژمنې» عملیات «زموږ له خوا پای ته رسېدلي/ که صهیونیستي رژیم ځواب ورکړي، زموږ بعدي عملیات به ډېر لوی وي.»
دا چې اسرائيل به د ایران حملې ته ځواب ورکړي او که نه، تر اوسه روښانه نه ده.
(dpa)mks/aa
له آرشیف څخه