آلمان: په افغانستان کي۲۶۴ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي
۱۳۹۸ خرداد ۲, پنجشنبهد آلمان نړیوالي ادارې »جي آی زید« ویلي دي چي د سه شنبې په ورځ يې د دغو همکاریو هوکړه لیک، د افغانستان د اوبو او بريښنا له وزیر او د آلمان ــ افغانستان د مرستو ادارې د انرژۍ د تولید د برنامې د مشر، فرانک فیشر ترمنځ لاسلیک سو.
په دغه اعلامیه کي راغلي دي چي د نوموړي پروګرام مشر فرانک فیشر ویلي دي چي «د آلمان حکومت دې ته ژمن دی چي ټاکلو اهدافو ته د رسیدو له پاره، له نوې کیدونکي سرچینو څخه د داخلي بریښنا د انرژۍ د تولید له امله، د افغانستان د انرژۍ د سکتور ملاتړ کوي.
د نوموړي اعلامیې په حواله، د افغانستان د اوبو او بریښنا وزیر محمد ګل خلمي ويلي دي چي د دغه پروګرام په عملي کیدو سره به د افغانستان له خصوصي سکتور سره لویه مرسته سوې وي. هغه ويلي دي: »موږ د آلمان ـ افغانستان د همکاریو ادارې د ملاتړ او برخه اخیستو ستاینه کوو.«
افغانستان په پام کي لري چي په دغه هيواد کي تر۲۰۲۳ کاله پوري د انرژۍ تولید چي په اوس وخت کی ۶۰۰ میګاواټه دی،۵۰۰۰ میګاواټو ته زیات کړي، تر څو وارداتي انرژۍ ته اړتیا راکمه سي.
د دغه پروګرام پر بڼسټ به د نوي کیدونکي انرژۍ تولید، په ځانګړي توګه د اوبو او حرارتي انرژۍ تولید، په افغانستان کی ۲۳۰۰ میګاواټو ته پورته سي.
G.P/N.Z/S.Ib