آلمان په نړۍ کې د وسلو څلورم ستر صادرونکی دی
۱۳۹۷ اسفند ۲۰, دوشنبهد وسلو تجارت ډيرغوړيدلی دی: په ستاکهولم کې د سولې د څيړنې انستيتوت «سيپري» له خوا په ډاگه شوې چې په ټوله نړۍ کې له ۲۰۱۴م کاله تر ۲۰۱۸ م کاله پورې د وسلو تجارت د ۲۰۰۹ م او ۲۰۱۳ م کالونو ترمنځ مودې په پرتله ۷،۸ سلنه وده کړې ده. د دې علت په تيره بيا منځني ختیځ او همدا راز آسيا او اقيانوس سيمو ته د وسلو ليږد ښوول شوی دی.
د وسلو ستر صادرونکي هيوادونه امريکا متحده ایالات، روسيه، فرانسه، آلمان او چين ول. په تيرو پنځوو کالونو کې د نړۍ د ټولو صادر شوو تجهیزاتو ۷۵ سلنه همدې پنځوو هيوادونو صادر کړي دي.
د ټولي نړۍ د وسلو د تجارت ۳۶ سلنه يوازي د امريکا متحدو ايالاتو صادرات ول. د «سيپري» کارپوه اود فليورانت وويل: «امريکا متحدو ايالاتو د وسلو د صادراتو په برخه کې خپل مخکښ موقف په نړۍ کې نور هم ټينگ کړی دی.» امريکا د جنگي جټ الوتکو، د لنډ واټن توغنديو او همدا راز کنتروليدونکي بمونه په څير وسلې ۹۸ هيوادونو ته صادري کړي، او په دې سره تر نورو ټولو صادرونکو هيوادونو مخکي دی.
د جنگي الوتکو له پاره د فرمايش شميرو ته په کتو سره داسې ښکاري چې په نزدې راتلونکي کې به همدا د امريکا د وسلو صعنت تر ټولو مهم صادریتي توکی وي. د ۲۰۱۸م کال کې په پای کې امريکا متحدو ايالاتو ته د فرمايش په ليست کې د۸۹۱ جنگي جټ الوتکو غوښتنه شوې وه.
آلماني کښتيو او اوبتلونو ته ليوالتيا
تر امريکا وروسته يعني دويم مقام روسیې خپل کړی دی، که څه هم چې د دواړو هېوادونو د صادارتو په حجم کې تفاوت ډېر زيات دی. په ستاکهولم کې د سولي د څېړني انستيتوت له خوا زياته شوې ده چې پر نورو سربيره د هند او وينيزويلا له خوا د اکتشافي الوتکو د فرمايشونو کمښت د دې لامل شوی چې د ۲۰۰۹ م کال او ۲۰۱۳م کلونو په پرتله د روسیې صادرات ۱۷ سلنه کم شي.
د سیپري په حواله برعکس بيا د فرانسې (۴۳ سلنه) او آلمان (۱۳سلنه) صادرات غوړيدلي دي. زياته شوې چې د آلمان د وسلو مهم پيريدونکي جنوبي کوريا، يونان او اسرائيل ول او په تيره بيا آلماني کښتيو او اوبتلونو ته ليوالتيا زياته وه.
چين د وسلو د صادرونکو هيوادونو په کتار کې د ۲،۷ سلنه معتدلې ودې سره پنځم مقام خپل کړی دی.
سعودي عربستان د وسلو ستر رانيوونکی
بل اړخ ته د نزدې ختیځ هيوادونو د وسلو واردات ۸۷ سلنه زيات شوي دي. د دې ستر لاملونه پر نورو سربيره له یوه پلوه د ایران او د امريکا متحدو ایالاتو ترمنځ او له بله پلوه د ايران او متحده عربي آماراتو ترمنځ بې باوري او همدا راز د يمن جگړه ده.
د «سيپري» کارپوه پيتر ويزه من وويل چې په خليج کې چې کړکيچونه او ترنگلتياوې پکښې ډېرې دي، د امريکا، بريتانيا او فرانسې د وسلو تقاضا ډيره ده. د سولې د څيړنې انستيتوت په حواله يوازې سعودي عربستان خپل واردات ۱۹۲ سلنه زيات کړي دي او په دې ترتيب له هند څخه مخکې شوی چې تر اوسه د نړۍ د وسلو تر ټولو ستر واردونکی وو. تر سعودي عربستان وروسته مصر، استرليا او الجرایز د وسلو نور ستر واردونکي هيوادونه دي.
د آلمان حکومت د وسلو د صاراتو جوازونه لږ کړي
د آلمان حکومت د ۲۰۱۸م کال په نوامبر مياشت کې د سعودي عربستان د حکومت منتقد ژورناليست جمال جاشقجي پر وژنه د غبرگون په توگه سعودي عربستان ته د وسلو ټول صادرات درولي دي.
د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس په دې وروستيو کې سعودي عربستان ته د وسلو پر ليږد بندیز لغوه کول په يمن کې د سولې د پروسې پر پرمختگ پورې مشروط کړ.
د آلمان د وسلو صنعت په دې ترتيب په پرله پسې دريم کال د وسلو د صادراتو له کمښت سره مخامخ شوی. په وروستي ځل په ۲۰۱۵م کال کې د وسلو صادراتو وده کړې وه. په نوامبر مياشت کې سعودي عربستان ته د وسلو پر ليږد تر بندیز دمخه په ۲۰۱۸م کال کې دغه هيواد ته د ۴۱۶ ميليونه يورو په ارزښت د وسلو جوازونه جاري کړل شوي ول.