1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراين: روسي ځواکونو په ماريوپل کې يو مسجد ويشتی دی

۱۴۰۰ اسفند ۲۱, شنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې، انالینا بیربوک د شنبې په ورځ وويل چې له اوکراین څخه ګاونډي هیواد مولداوي هیواد ته تللي ۲۵۰۰ اوکرايني مهاجر مني. اوکراین ادعا کړې چې روسي ځواکونو پر يو مسجد چې ملکيان په کې اوسیدل، ډزې کړي دي.

https://p.dw.com/p/48OOw
Außenministerin Baerbock besucht Bosnien-Herzegowina
د آلمان د بهرنيو چارو وزیره (کيڼ لور) په بوسنیا-هرزګوینا کې د سرايوو له ښاروالې بنیامين کاريچ سره انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې له مولداويا څخه د ۲۵۰۰ اوکرايني مهاجرو د منلو خبره داسې وخت کړې چې ختيځه اروپا مهاجرو سره د مرستو کولو په برخه کې تر فشار لاندې ده.

د فبروري له ۲۴مې چې روسيې پر اوکراين یرغل کړی تر اوسه له اوکراین څخه په مجموعي توګه له دونیم ميلیونو ډیر خلک مهاجر شوي دي. د ختيځې اروپا په يو شمیر ښارونو کې د هستوګنې ځایونه د خلاصيدو په حال کې دي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزیرې له خپل مولداوي سیال سره په پلازمينه، کيشیناو، کې تر کتنې وروسته وويل چې آلمان د اوکراین ګاونډيو سره د مهاجرو په برخه کې د مرستې ژمنه کړې ده. بيربوک زياته کړه چې آلمان ته د مهاجرو د انتقال له پاره به خوندي لارې جوړې او تر ډيره به دغه افراد په بسونو کې انتقال کړل شي.

هغې وويل: «اروپا او زموږ هیواد تاسو سره ولاړ او پيوستون کوي. موږ به له تاسو څخه مهاجر واخلو.»

تر اوسه پورې له ۲۷۰،۳۰۰ خلک د اوکراین له سرحد څخه په اوښتو مولداويا ته داخل شوي دي چې له ډلې يې ۱۰۵ زره کسان تر اوسه په دغه هیواد کې پاتې دي.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ وويل چې په دغه هیواد کې تر اوسه پورې شاوخوا ۱۰۹،۱۸۳ مهاجر راجستر شوي دي او آلمان د هغوی تر ۳۰۰ زره پورې کسانو ته د شخصي کورونو وړاندیز کړی دی.

Ukraine-Konflikt | Russischer Angriff in Mariupol
د اوکراین ماريپول ښار چې جګړې تر ټولو ډير ځپلیانځور: Evgeniy Maloletka/AP Photo/picture alliance

پر يوه مسجد د روسي ځواکونو د حملې ادعا

د یو بل خبر له مخې روسي ځواکونو د شنبې په ورځ د اوکراین په سويل لويديځ بندري ښار، ماريوپل کې یو مسجد چې له جګړې څخه شاوخوا ۸۰ ملکيان په کې ځای پر ځای شوي ول، ويشتلی دی.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ پر ټويټر ليکلي دي: «روسي يرغلګرو په ماريوپل کې د سلطان سلیمان اعظم او د هغه د میرمنې خرم سلطان مسجد باندې ډزې کړي دي.»

وزارت زیاته کړې ده: «په دغه ځای کې د ترکيي اتباعو په ګډون له ۸۰ ډيرو بالغانو او ماشومانو له ډزو څخه ځانونه پټ کړي وو.»

په ترکيه کې د اوکراین سفارت ويلي دي چې په دغه مسجد کې د ۳۴ ماشومانو په ګډون ۸۶ تنه ترکي اتباع ځای پر ځای شوي ول.

په سملاسي توګه په پيښې کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي. د اوکراين حکومت وايي چې روسي ځواکونو د پلازمينې کيف ښار په اطرافو کې هم جګړې ته زور ورکړی دی.

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.