آلماني ليکوالانو د سعودي بلاگر د آزادولو غوښتنه کړې
۱۳۹۹ شهریور ۲۵, سهشنبهد سعودي د بندي بلاګر، راییف بدوي ميرمن، انصاف حیدر د یکشنبه په ماښام د دغو لیکوالانو څخه په خپل تویتر کي مننه وکړه. د آلماني لیکوالانو دغه خط، کوم چي د جرمني جمهورییس فرانک والټر شټاین مایر او خارجه وزیر، هایکو ماس ته لیکل سوی دی، د نورو تر څنګ د ادبیاتو په برخه کي د نوبل جایزې ګټونکي، هېرتا مویلر، دوګان اخانلي او باربرا هونیشمن امضأ کړی دی.
په خط کي راغلي، چي د بدوي« صحي حالت ډیر خراب او د تشویش وړ دی.» د لیک امضآ کونکو د نوموړو «سیاستمدارنو څخه غوښتي دي، چي د بدوي د ازادیدو غم وخوري،« تر څو زموږ د هممسلکه ژوند وژغورل سي.» انصاف حیدر بیا ویلي چي اوس ددې وخت رارسیدلی دی، چي د هغې میړه ازاد او په کاناډا کي د خپل فامیل سره یوځای سي. دا هلته د خپلو درو کوچنیانو سره اوسیږي.
۳۶ کلن د بشر د حقوقو مدافع، راییف بدوي په ۲۰۱۲ م کال کي «اسلام ته د توهین »په تور په لس کاله بند، ۱۰۰۰ دُرې او ډیرو پیسو په جریمې سره محکوم سوی وو.
بدوي ته ترهغه راوروسته ډیري جایزې ورکول سوې، د نورو تر څنګ د اروپا د پارلمان د نظر د آزادۍ له پاره د سخاروف جایزه.
انصاف حیدر د خپل میړه تر بندي کیدو وروسته په تکرار سره د هغه د خراب صحي حالت څخه رپوټ ورکړی دی.
زموږ له آرشيف څخه: