آلماني پوليسو يو افغان مهاجر په ډزو وواژه
۱۳۹۶ خرداد ۱۴, یکشنبهاسوشتيد خبري آژانس د آلمان د پوليسو له قوله خبر ورکوي چې د آلمان په سويل کې يو افغان سړي يو ۵ کلن روسی ماشوم وژلی دی. په دغې پيښه کې د ماشوم مور او ورور هم کلک ژوبل شوي دي.
د رپوټ په حواله، وروسته له هغې چې يو ۴۱ کلن افغان يو ۵ کلن روسی ماشوم په خپله ولکه کې راوست پر هغه يې د چاقو ګوزارونه وکړل چې د سختو ټپونو له وجې د پيښې په ځای کې ساه ورکړه.
د پيښې ځای ته د ډير شمير پوليسو تر رسيدلو وروسته افغان سړی هم د پوليسو لخوا په ډزو ووژل شو.
د پوليسو پر وينا د پيښې په ځای کې له نښو نښانو داسې ښکاري چې تر مړ کيدو دمخه، کوټه کې د ناستو کسانو ترمنځ نښته رامنځ ته شوي وي.
د وژل شوي ماشوم مور چې روسي تابعت لري هم په دغې پيښې کې سخته ټپي شوې چې روغتون ته رسول شوې ده.
د آلمان خبري آژانس هم په دې اړه رپوت ورکړی دي. د دغه آژانس په رپوټ کې ویل شوي دي چې دغه پيښه د شنبې په ورځ د جون ۳ مه د آلمان رګينسبورګ ښار ته نژدې ارنشوانګ سيمه کې رامنځ ته شوې ده. د رپوټ په حواله سمدلاسه داسې کوم اسناد او شواهد شتون نلري چې د پيښې د رامنځ کيدو لامل وښيي.
په رپوټ کې د افغان سړي د هويت په اړه څه ندي ويل شوي.
د وژل شوي ماشوم مشر ورور چې د پيښې ټول حال يې په خپلو سترګو ليدلی د روحي بد وضعيت څخه کړيږي.
تر دې مخکې هم په آلمان او نورو اروپايي هيوادونو کې د جنايي پيښو ځينې داسې رپوټونه ورکړل شوي دي چې د افغان مهاجرو ښکيلتيا په کې ښودل شوې ده.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (25.06.2016):