آلمانیان خپل نوي پارلمان ته راېې ورکوي
۱۴۰۰ مهر ۴, یکشنبهد رای اچونې مرکزونه د آلمان په وخت د سهار په شپږو بجو خلاص شول او آلمانیانو د خپل راتلونکي پارلمان له پاره د رایو ورکول پيل کړل. د رایو مرکزونه به د ګرينويچ پر وخت ماسپښین ۴ بجې وتړل سي.
لومړني نتایج به د رای ورکونې د مرکزونو تر تړل کیدو لږ ورسته اعلان شي. داسې ښکاري چې په دغو انتخاباتو کې به د مختلفو ګوندونو له اتحاد څخه د یو ائتلافي حکومت رامنځ ته کیدل ممکن وي.
وروستۍ سروې ګانې ښيي چې په دغو انتخاباتو کې د آلمان د «سوسیال دموکرات» ګوند نوماند، اولاف شولتڅ په مخکښوالي کې د «سي ډي او- سي اس يو» اتحادي ګوند له نوماند آرمین لاشيت څخه په ډير لږ تفاوت کې قرار لري.
نن د آلمان د صدراعظمې انګلا مرکل چې ۱۶ کاله يې پر آلمان واک وچلاوه د واکمنۍ وروستۍ ورځ هم ده. هغې په دا ځل انتخاباتو کې د سي ډي او ګوند په استازيتوب ځان نه دی کاندید کړی او دغه ځای يې آرمين لاشیت ته پریښی دی.
ګمان کېږي چې تر دغو انتخاباتو وروسته به په آلمان کې د یو ائتلافي حکومت د جوړیدلو لپاره ډيرې سختې ګوندي مبارزې پیل سي. ممکن په دغه ائتلاف کې د مختلفو ګوندونو اتحاد شامل وي.
د څلور کاله مخکې عمومي انتخاباتو کې د آلمان دوو اتحادي ګوندونو مسیحي دموکرات او سوسیال مسيحي دموکرات د ۳۲،۹ سلنه رايې په ګټلو د آلمان د فدرالي پارلمان د ۷۰۹ څوکیو څخه ۲۴۶ څوکۍ په لاس راوړې وې.
يادو اتحادي ګوندونو هغه وخت د آلمان د سوسیال دموکرات ګوند سره د یو لوي ائتلاف په جوړولو سره توافق وکړ. سوسيال دموکرات ګوند په هغه انتخاباتو کې ۲۰،۵ سلنه رايو په ترلاسه کولو، ۱۵۳ څوکې ګټلې وې.
په تیرو پارلماني انتخاباتو کې زرغون ګوند د ۸،۹ سلنې رايې په ګټلو ۶۷ څوکۍ، د آزادو دموکراټانو ګوند د ۷،۱۰ سلنې رایو سره ۸۰ څوکۍ او د آلمان کيڼ اړخي ګوند د ۹،۲ سلنې رایو په درلودلو ۶۹ څوکۍ په لاس راوړې وې.
د آلمان له پاره بديل ښي اړخي ګوند بیا د آلمان په پارلمان کې د لومړي ځل له پاره د يو لوی اپوزیسیون په توګه د ۱۲،۶ سلنې رايو په درلودلو ۹۴ څوکۍ ګټلې وې.
د ۲۰۱۷م کال په انتخاباتو کې د ګډونوالو شمیر ۷۶،۲ سلنه وو، خو په اوسني انتخاباتو کې د کرونا وبا په دلیل پر ډير شمیر رای ورکوونکو حساب کيږي چې د لیک له لارې راېې ورکوې.
نن په آلمان کې د عمومي انتخاباتو تر څنګ په دوو ایالتونو، برلين او مکلنبورگ فورپومرن کې ایالتي انتخاباتو له پاره هم رايې ورکول کيږي.
آ./م.ک.ص./ا.ا.