آيا آلمان به له کور څخه پر وتلو بنديز ولګوي؟
۱۳۹۹ دی ۲۹, دوشنبه
د دې له پاره چې کرونا ويروس لا زيات خپور نه شي، آيا کيدای شي له کور څخه د شپې له خوا بهر ته په وتلو بنديز ولګيږې؟ د اونۍ په پای کې د صدارت ماڼۍ او د ايالتي مشرانو تر منځ د داسي اقداماتو په کولو او زور اچولو خبرې روانې وې. لا روښانه نه ده، چې د کرونا بحران په اړه چې کوم محدوديتونه وضع شوي نور يې هم سختول غواړي که څنګه.
کيدونکي اقدامات
د صدراعظمې معاون، د ماليې وزير اولاف شولڅ د حکومت او ايالتونو مشرانو خپل تر منځ په غونډه کې له سه شنبې ورځې څخه د محدوديتونو غزولو په اړه خبرې وکړي . شولڅ د یکشنبې په ماښام د بيلډ له ورځپانې سره په خبرو کې وويل:« بايد لا زيات اقدامات تر سره شي.» هغه زياته کړه « دا چې ۱۴ ورځې کيداي شي بيا تکرار شي.» د هغه به وينا د شپې پر وخت له کور څخه پر بهروتلو ښايي محدوديت وضع شی. د ماليې وزير وويل:« زما په اند دا د امکان تر حده اقدامات دي، نه ټول هغه چې باید ترسره شي.»
د نوي کال له پېل راهيسي د سختو مخافظتي اقداماتو وضع کېدنې باوجوده بيا هم په المان کي د کرونا پيښې هماغسي زياتې دي. روغتونونه له ناروغانو ډک دي. له سل زره اوسیدونکو څخه په اونۍ کئ ۱۶۳ يې ناروغه دي، خو د ايالتونو ټاکل شوی هدف دا دی چي ياده شميره ۵۰ ته راټيټه شي. خو دا هدف لا ليري ښکاري او نه دی ترلاسه شوې.
آ./ح.ح./ا.ا.