آيا د HIV درمل د کرونا ويروس مخه نيولی شي؟
۱۳۹۸ بهمن ۲۲, سهشنبهد روانې فيبرورۍ مياشتې په سر کې د تاېلندي چارواکو دې خبر ډېره توجو جلب کړه چې د کرونا د نوي ويروس درملنه یې د ايچ آي وي او انفلونزا په گډه کارولو سره کړې ده. ويل شوي ول چې د يوې چينايي ناروغې د درملنې له پېل څخه ۴۸ وروسته بيا نور دغه ويروس په وينه کې نه معلوميده.
ډاکترانو دغه ښځې ته د اولستاميوير په نوم د انفلونزا او همدا راز د لوپيناوير او ریتوناوير په نوم چې ويروس ضد درمل دي، ورکړې ول. وروستي ذکر شوي درمل په اصل کې د ايچ آي وي د درملنې له پاره کشف شوي. د درملو دغه گډيله بايد اوس په لابراتوار کې نوره هم وآزمويله شي.
په دې منځ کې د درملو امريکايي شرکت « AbbVie » تائيد کړې چې د چين روغتيايي ادارې د ايچ آي وي د کاليترا په نوم درمل په پراخه کچه غوښتني دي. دغه درمل د الوويا په نوم هم خرڅيږي.
د کرونا ويروس د مخنيوي له پاره د ايچ آي وي د درملو د کارولو نظر په حقيقت کې نوی نه دی. په ۲۰۰ او ۲۰۰۳ م کالونو کې د سارس ناورغۍ مريضانو ته هم په آزمايښتي توگه د کالیترا په نوم د آيچ آي وي درمل ورکړل شوي ول چې دواړه مواد لوپيناوير او ریتوناوير لري.
دا لومړی د آلمان د لوبيک پوهنتون د استاد ډاکتر رولف هلگنفيلد کاري ډلې موندلې وه. دا چې دغه مواد د کرونا ويرس په ضد څرنگه کار کوي، نوموړي استاد یې په اړه «څايت آنلاین» ته ويلي ول: «آر اين ای ويروس لکه د 2019-nCoV ويروس د خپل تکثير له پاره د پروټينو ډېر ستر ماليکيولونه جوړوي. دغه ماليکیولونه بيا بايد د ځانگړو انزايمونو په مرسته پر بېلو بېلو برخو وويشتل شي څو ويروس تکثير وکړای شي. سياينس پوهان غواړي د همدې څه مخه ونيسي او دا کار د انزايمونو د مخې په نيولو سره کيدلی شي.»
پروفيسر هلگنفيلد وايي چې د کرونا ويرسونو په اړه څيړنې اوږده موده له پامه غورځولی شوې وې: «هغه وخت کرونا ويروسونه د انسانانو له پاره مهم نه ول. سړي فکر کاوه چې هغه يوازې د عادي ريزشونو باعث گرځي. هغه مهال به ډېرو ماته مشوره راکوله چې له دې «غير مهم» کار څخه لاس واخلم. خو کله چې بيا د سارس ناروغي خپره شوه نو موږ يوازني وو چې د کرونا ويروس د پروټين درې بعدي جوړښتونه مو تشريح کړي وو. په دې اساس موږ لا هغه مهال يو داسې څه کشف کړي ول چې په واسطه یې سړی د کرونا ويروس مخه نيولی شي.»
د ايبولا درمل هم مرسته کولی شي
د لوبيک د پوهنتون وړاندیزونه بريالي ول: نه يوازې د سارس د عامل پر ضد بلکې د ميرس د خطرناک کرونا ويروس پر وړاندې هم دغه موادو د حجرو په کلچرونو کې خپل اغیز وښووه. له همدې کبله د دې احتمال ډېر دی چې دغه درمل د نوي کرونا ويروس مخه هم ډب کړي. خو د دغه موادو په اړه لا تجربې رواني دي او تر اوسه یې اغیز په کلينک کې نه دی آزمويل شوی.
هلگنفيلد په دې آند دی چې د لوپيناوير او ریتوناوير ترڅنگ د ايبولا په ضد کشف شوی رمديسيوير درمل هم اغیز درلودلی شي. دغه مواد هم د کرونا ويروسونو د حجرې پر کلچرونو اغیز کوي. خو دغه مواد په کانگو جمهوريت کې د ايبولا د خپریدو پر وخت يوازې په محدوده توگه آزمويل شوي ول او اغیزې هم ډېرې روښانه نه وې. په ووهان کې په کرونا ويروس ککړ يو مريض ته د فيبرورۍ پر ۶ نیټه دغه درمل ورکړل شوي ول دي. خو نتايج یې تر اوسه په ډاگه شوي نه دي.
اليکساندر فرويند
زموږ له آرشيف څخه: